سرپرست عمومي رئیس او سرپرست سکرتر جنرال د افغانستان لپاره د اتریش هېواد د سره صلیب د پېښو برخې له مسٸول سره وکتل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۴:۴۴
خبرونه

سرپرست عمومي رئیس او سرپرست سکرتر جنرال د افغانستان لپاره د اتریش هېواد د سره صلیب د پېښو برخې له مسٸول سره وکتل!

نن چهارشنبه د شوال میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام د افغانستان لپاره د اتریش هېواد د سره صلیب د پېښو برخې له مسئول ښاغلي کرېسټوفر بسټروى سره په افغانستان کې د دوى له لوري له روانو پروژو د څارنې، اغېزمنتیا او بشرپاله فعالیتونو کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.
لیدنه کې سرپرست عمومي رئیس د دوی په لیدو خوښي وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ د اتريش سره صليب له لوري د بشري خدمتونو برخه کې د روانو پروژو مننه وکړه او غوښتنه یې ترې وکړه، څو په افغانستان کې هم په فزیکي بڼه خپل دفتر پرانیزي.
دا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري د طبيعي او غیرې طبيعي پېښو زیانمنو، رواني ناروغانو او په مرستونونو کې مشمولینو کورنیو ته د ترسره کېدونکو بېلابېلو خدماتو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د یادو بشرپاله فعالیتونو برخه کې یې له نوموړي څخه د افغاني سرې میاشتې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.
ورپسې د اتریش د سره صلیب د پېښو برخې مسئول د افغاني سرې میاشتې له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ګډو فعالیتونو له لارې به افغانانو ته د ترسره کېدونکو بشرپاله خدمتونو برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او له دې خیریه ملي ټولنې سره په همغږۍ به د افغانانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS