زابل!
هېوادوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول د افغاني سرې میاشتې له اساسي كړنو شمېرل کیږي، په همدې بنسټ په زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ثابت، فرعي او ګرځنده روغتیایي ټیمونو په تېره يوه میاشت کې ټولټال ١١٥١٧ هېوادوالو ته بېلا بېل روغتیایي خدمات وړاندې کړي، چې له دې جملې یې ٥٣٨٨ ناروغانو كتنه يې کړې او وړيا درمل يې ورکړي، ٥٤ ټپيان يې پانسمان کړي، ١٠١٠ ماشومانو او ښځینه ناروغانو ته یې بېلا بېل واکسینونه تطبیق کړي، ٦٥٩ ميندو ته يې له زيږون مخکې او وروسته اړينې مشورې ورکړي،٣١٥ خوارځواکو ماشومانو ته ځانګړي خوراکي توکي ورکړي. د دې تر څنګ يې ٤٠٩١ هېوادوالو ته د روغتيا ساتنې په اړه لازمې لارښوونې او عامه پوهاوی ورکړی.