زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۴۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۲ - ۲۲:۱۲
زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۴۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۲مه د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې او د قطر او کویت د سرو میاشتو له لوري په ګډه له ۴۰۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

په یاده مرسته کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وريژې، ۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، چای او يو نظافتي کیټ شامل دي.

تېره ورځ هم زابل کې د افغاني سرې میاشتې په ریاست کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۰۰ کورنیو سره یاده مرسته ترسره شوې وه. له هغې یوه ورځ وړاندې د مرکز قلات په سرخکان سیمه کې له ۱۵۰ او دوه ورځې وړاندې میزانه ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

په پام کې ده په څو ورځو کې دننه به په زابل ولایت کې ټولټال ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قطر او کویت د سرو میاشتو له لوري چمتو شوې مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

 

زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۴۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

 

زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۴۰۰ نورو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS