زابل ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۱ - ۱۱:۴۸
جمعيت هلال احمر افغاني برای ١٥٠ فاميل نيازمند در ولايت زابل مساعدت نمود!

پرون د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۱۰مه د زابل ولایت په مرکز قلات کې د سورخګان سیمه کې د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۱۵۰ جنګ ځپلو، وچکالۍ ځپلو، بې ځایه شویو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته چې د کویت او قطر هېوادونو له لوري افغاني سرې میاشتې ته سپارل شوې وه؛ په کې ۲۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وريژې، ۵ کیلو دال، ۵ کیلو بوره، ۵ لیتره غوړي، چاي او يو نظافتي کیټ شامل دي. په پام کې ده په څو ورځو کې دننه به په زابل ولایت کې ټولټال ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو ته د قطر او کویت رالېږلې مرسته د افغاني سرې میاشتې له لوري وویشل شي.

تېره ورځ هم د افغاني سرې میاشتې له لوري په میزان ولسوالۍ کې ۳۵۰ کورنیو ته یاده مرسته ویشل شوې وه.

جمعيت هلال احمر افغاني برای ١٥٠ فاميل نيازمند در ولايت زابل مساعدت نمود!

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS