رضاکارانو سره د ځانګړې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۱۹
خبرونه

رضاکارانو سره د ځانګړې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي ناسته ترسره شوه

نن یکشنبه د ربیع الآخر د میاشتې پر ۱۰ مه، د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کابل کې د ځوانانو او رضاکارانو د رياست له لوري نویو جذب شویو رضاکارانو ته د اسلام له نظره د رضاکارۍ د ارزښت د بيانولو تر څنګ، د افغاني سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ او دې اونۍ کې د پلورل کېدونکو ټکټونو په برخه کې معلومات او پوهاوی ورکړ شو.

سربېره پر دې یادو رضاکارانو ته له دې خیریه ملي ټولنې سره د بشرپالو خدماتو په ترسره کولو کې د دوی د رول او د طبیعي پېښو پر مهال د رضاکار د مسئولیت په هکله هم لازم معلومات وړاندې شول.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جلسه آگاهی عامه براى رضاکاران در مورد هفته مخصوص برگزار شد!
امروز یکشنبه ۱۰ ربیع الآخر، علاوه بر توضیح ارزش کار رضاکارانه از دیدگاه اسلام، معلومات مرتبط به هفته مخصوص هلال احمر افغانی و تکت های فروخته شده در این هفته، برای رضاکاران جدید از سوی ریاست جوانان و رضاکاران در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی در کابل ارائه شد. 
علاوه بر این، برای رضاکاران مذکور در مورد نقش آنها در انجام خدمات بشردوستانه با این جمعیت خیریه ملی و مسئولیت رضاکار در هنگام وقوع حوادث طبیعی نیز معلومات لازم ارائه شد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

پروان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د پروان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۰۴۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۱۷
Background image

پنجشېر؛ د کارکوونکو او رضاکارانو د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۱۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د نماینده‌ ګۍ په ریاست کې د ۱۹ کارکوونکو او رضاکارانو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په. . .

BACK TO NEWS