د کډوالو لاسنیوی؛ افغاني سره میاشت او د ډنمارک سور صلیب خپلمنځي همکارۍ پراخوي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۶:۱۱
د کډوالو لاسنیوی؛ افغاني سره میاشت او د ډنمارک سور صلیب خپلمنځي همکارۍ پراخوي

یکشنبه، ۲۴محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د افغانستان لپاره د ډنمارک  سره صلیب له مشر ښاغلي محمد الشماع او مل پلاوي سره د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه وکتل.
کتنه کې سرپرست عمومي رئیس راستنو شوو کډوالو ته د روغتیا، خوراک، څښاک او لنډ مهاله استوګنې په برخو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د ترسره شوو بشرپالو خدمتونو او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د وچکالۍ، کډوالۍ او بې کارۍ له امله د اړمنو وګړو ستونزې ډېرې شوي، خو د اړتیاوو په پرتله شته منابع محدودې دي او د دې ستونزې د حل لپاره باید بشري مرستې لا پراخې شي.
په افغانستان کې د ډنمارک د سره صلیب مشر د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي ترڅنګ به له بې‌ وزلو او اړمنو کورنیو سره د مرستو برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۵:۵۴
Background image

افغان اید مؤسسه د طبیعي پېښو زیانمنو د لاسنیوي برخه کې همکاري کوي

چهارشنبه، ۲۶صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په لندن کې د افغان اید مؤسسې له مسئول ښاغلي کریستوفر ویلیام، په افغانستان کې د افغان اید له رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲
Background image

کابل؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو نږدې یو میلیون افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ پر ۸۰ سېلاب ځپلو کورنیو اته سوه زره (۸۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته د دې ټولنې د مرستیال ښاغلي حافظ. . .

BACK TO NEWS