د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۹:۲۷
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان:  د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي مدیره/مسئوله
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای:  کابل
د بست ډول: قراردادي
جنسیت: ښځینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۵۵،۰۰۰ افغانۍ
د بست کوډ نمبر :  HR@0080
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۲/۱۷
۱۴۰۴/۵/۲۰
2025/Aug/11

د دندې لنډیز:
 د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي مسئول د دې ډاډ ترلاسه کولو کې مهم رول لري، چې د افغاني سره میاشتې ټولنه د ساتنې، جنډر برابرۍ او ټولشمولوالي اړوند نړیوال معیارونه د خپلو پروګرامونو او عملیاتو  په ټولو برخو کې پلي کوي. دا دنده د بشري اصولو، جنډر د واقعیتونو او د ساتنې د موضوعاتو په ځانګړي ډول د ناورین او کړکېچ پر مهال ژورې پوهې ته اړتیا لري.

دندې او مسئولیتونه:
۱. د پروګرام پراختیا او پلي کول
•    د افغاني سرې میاشتې د تخنیکي کارکوونکو مشري او هغوی ته د دې لارښوونه کول، څو د اغېزمنو وګړو د پېژندلو، اړتیاوو، خطرونو او ساتنې لپاره د خوندیتوب، جنډر او ټولشمولوالي تګلاره و ارزوي.
•    د افغاني سرې میاشتې تخنیکي کارکوونکو ته لارښوونه او د هغوی ملاتړ کول، څو د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي ستراتیژۍ او لارښوونې و څاري.
•    د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي اړوند پلانونه جوړول، تطبیق یې څارل او ډاډ تر لاسه کول، چې دوی د ښځو، نارینه وو، نجونو او هلکانو ځانګړو اړتیاوو ته ځواب ویوونکي دي. 

۲. ظرفیت لوړونه او روزنه:
•    د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي په اړه کار کوونکو او رضاکارانو ته د روزنې، د جنډر برابروالي اړوند ظرفیت لوړونې ملاتړ برابرول.
•    د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر، څانګو او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د کارکوونکو ترمنځ د جنډر حساس فرهنګ او ټولشمولوالى  دودول.

۳. تبليغات او همغږي:
•    د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون، د ډنمارک سره صلیب، نورو کاري شریکانو او افغاني سرې میاشې ټولنې د ښکېلتیا او حساب ورکونې له مسئول یا فوکل پاینټ سره له نږدې کار کول او د ټولنې په ښکېلتیا کې د ساتنې، جنډر او ټولشمول والي د معیارونو د پلې کولو غوښتنه او د نژاد، جنسیت او قوم په نظر کې له نیولو پرته ټولو ته مساوي خدمات وړاندې کول.
•    د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون او افغاني سرې میاشتې د ساتنې، جنډر او ټولشموالي سره سم، همغږۍ ، په ناستو او کاري ګروپونو کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون استازیتوب کول.

۴. څارنه، ارزونه، حساب ورکونه او زده کړه
•    د ساتنې او جنډر حساس ملاتړ د موثریت، څارنې او ارزونې لپاره د څارنې، ارزونې، حساب ورکونې او زده کړې چوکاټونه جوړ او پلي کول.
•    د ګډون د میتودونو او نظر اخیستو له لارې اغېزمنو خلکو ته له حساب ورکونې ډاډ تر لاسه کول.
•    د ساتنې، جنډر او ټولشمول والي د پروګرام په اړه د ډاډ تر لاسه کولو لپاره له ساحې منظمه څارنه او ارزونه کول او د پروګران په اړه د ښځو او معلولینو په ګډون د مرسته اخیستونکو او زیانمنو خلکو نظرونه را ټولول. 

۵. لیکل او راپور ورکول
•    د ساتنې، جنډر او ټولشمول والي اړوند د غوره فعالیتونو د تر لاسه کړو زده کړو او مطالعو مستندول.
•    ریاستونو، ډونرانو او د داخلي موخو لپاره پر وخت او ښه کیفیت سره راپور چمتو کول.
وړتیاوې:
•    په شرعیاتو، نړیوالو اړیکو، ټولنیزو علومو، یا جنډر مطالعاتو کې  د لیسانس/ماسټرۍ سند درلودل.
•    لږ تر لږه ۵ کاله د ساتنې، جنډر برابرۍ او ټولشمول والي اړوند بشري او پراختیایي برخه کې کاري تجربه درلودل.
•    د نړیوالو بشري معیارونو، جنډر او ساتنې د اصولو په اړه پوهه لرل.
•    د څارنې، ارزونې او ارزنې په برخه کې تجربه درلودل.

•    له بېلابېلو ټیمونو او شریکانو سره په مختلفو کلتوري چاپېریالونو کې د موثر کار وړتیا درلودل.
•     د غوره تحلیلي، اړیکو او ټولنیزو مهارتونو وړتیا درلودل.
•    په انګلیسي، پښتو او دري ژبو رواني خبرې کول او لیکل. 
•    د روزنې چمتو کولو او وړاندې کولو مهارتونه

غوره مهارتونه:
•    له افغاني سرې میاشتې، غیر دولتي مؤسسو، یا نړیوالو سازمانونو سره کارې تجربې ته لومړیتوب ورکول کېږي.
•    د ساتنې، جنډر او ټولشمولوالي له مفاهیمو سره آشنایي.
•    د معلوماتو د مدیریت او تحلیل لپاره له اړوند سافټویرونو سره بلدیت.

ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬
‬‬‬‬‬0708623185

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies