د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۷:۱۳
kabull

Publish Date

Closing Date

Location

کابل

د دندې عنوان: د چاپېریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو ارشد انجنیر
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر:  ۱
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه:  ۶۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر :  hr@0179
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۲۸
۱۴۰۴/۱۰/۲۸
2026/18/Jan


د دندې تشریح:
د افغاني سرې میاشتې د چاپېریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو ارشد انجنیر په ختيځو ولایونو کې رامنځته شوې زلزلې ته د بېړني غبرګون د عملیاتو تر چتر لاندې د سرپناه، رغنیزو چارو او اوبو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH) اړوندو فعالیتونو لپاره عمومي تخنیکي مشري او څارنه کوي. دا بست په کابل کې موقعیت لري او د افغاني سرې میاشتې د سرپناه فوکل پاینټ/ د زلزلې د عملیاتو فوکل پاینټ ته راپور ورکوي او د پېښو ادارې له رئیس، د زلزلې د عملیاتو له مسؤل او د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له انجنیرانو سره په نږدې همغږۍ کار کوي .د چاپېریالي حفظ الصحې او ودانیزو چارو ارشد انجنیر به په کونړ کې د سرپناه او WASH لپاره د ګومارل شوو انجنیرانو د تخنیکي مسؤول مدیر په توګه دنده ترسره کوي، څو په ټولو عملیاتو کې یو همغږی تخنیکي چلند، د معیارونو یو شان تطبیق او د روښانه تخنیکي لارښوونو ډاډ تر لاسه شي .دا بست به د زیانمنو شوو سرپناه‌ وو او د WASH تأسیساتو د تخنیکي ارزونو مشري او تائید کوي، تخنیکي ډیزاینونه او د مقدارونو لایحې (Bills of Quantities - BoQs)ارزوي او منظوروي، د انجنیرۍ ټیمونو ته به له لرې او په ساحه کې ستراتیژیک تخنیکي لارښود او ملاتړ برابروي .یاد بست به د خوندي سرپناه او WASH د تګلارو د پلي کېدو څارنه کوي، د ساختماني چارو کیفیت او له منل شوو معیارونو سره د سمون ډاډ تر لاسه کوي او د انجنیرانو، رضاکارانو، کاریګرو او ټولنیزو بسیج کوونکو د ظرفیت لوړونې او لارښوونو مشري کوي .همدارنګه، ارشد انجنیر به د نړیوال فدراسیون له انجنیرانو، اړوندو دولتي مراجعو او عملیاتي شریکانو سره همغږي کوي، د سرپناه او WASH د فعالیتونو د اغېزمن څار، مستندسازۍ او راپور ورکولو ډاډ ترلاسه کوي، تر څو د کیفیت تضمین او د عملیاتو موخو ته د رسېدو زمینه برابره شي. 

 دندې او مسؤلیتونه:
•    د زلزلې د غبرګون د عملیاتو تر چتر لاندې د سرپناه، رغنیزو او د اوبو، حفظ‌الصحې او پاکوالي (WASH) اړوندو فعالیتونو د پلان جوړونې، ډیزاین، پلي کېدو او د کیفیت د تضمین په برخه کې د لوړې کچې تخنیکي مشري برابرول.
•    په کونړ کې مېشت د سرپناه او WASH انجنیرانو لپاره د تخنیکي مسؤل مدیر په توګه دنده ترسره کول، هغوی ته ورځنۍ تخنیکي لارښوونې، مسلکي روزنه، د کاري کړنو څارنه او د تخنیکي محصولاتو ارزونه او تائید برابرول.
•    د زلزلې له امله زیانمنو شوو کورنیو د سرپناه‌ وو او WASH تأسیساتو د کورنۍ کچې تخنیکي ارزونو مشري او څارنه کول، ډاډ ترلاسه کول چې د افغاني سرې میاشتې، د بېړنۍ سرپناه او WASH  کلستر معیاري وسایل په یو ډول کارول کېږي او د حکومت له لارښوونو سره سمون لري.
•    د ساحوي انجنیرانو له لوري چمتو شوو د سرپناه او WASH د زیانونو او اړتیاوو د ارزونې راپورونه ارزول، تائیدو او یوځای کول او د پروګرام د پلي کېدو لپاره ستراتیژیکې تخنیکي سپارښتنې وړاندې کول.
•    د سرپناه او WASH د مرستو د ګټه اخیستوونکو د ټاکنې بهیر څارنه او تائیدول، په داسې حال کې چې د شفافیت، تخنیکي دلیلونو او سمې مستندسازۍ ډاډ ترلاسه شوی وي.
•    له چاپېریال او شرایطو سره سم د سرپناه او WASH د حل لارو د ډیزاین یا تطبیق مشري کول، چې پکې د افغاني سرې میاشتې، د نړیوال فدراسیون مرکزي دفتر، د سرپناه انجنیرانو، د سرپناه پروګرام همغږي کوونکي او د پروګرام مدیر نظرونه شامل دی او ډاډ ترلاسه کول چې دا حل لارې تخنیکي پلي کېږي او د معیارونو سره سمون لري.
•    د سرپناه او WASH تدابیرو لپاره د ساحوي انجنیرانو لخوا چمتو شوي د مقدارونو لایحې (BoQs)، لګښت اټکلونه او تخنیکي نقشې ارزول، تائید او یوځای کول.
•    د سرپناه او WASH د رغنیزو چارو او نصبولو عمومي تخنیکي څارنه او د کیفیت تضمین برابرول او ډاډ ترلاسه کول چې ټول کارونه د تصویب شوو ډیزاینونو، د افغاني سرې میاشتې، نړیوال فدراسیون د معیارونو او د مالي ملاتړ کوونکو غوښتنو سره سمون لري.
•    د رغنیزو چارو د پرمختګ د تخنیکي تایید ملاتړ کول او د پروګرام له ټیمونو سره مرسته کول، څو د تایید شویو مهمو پړاوونو پر اساس پر وخت د نغدو پیسو وېش او قراردادیانو ته په تادیاتو کې اسانتیاوې برابرې شي.
•    د سرپناه او WASH د موادو د بازار د ارزونو څارنه او تائیدول څو د تدارکاتو ستراتیژۍ، بودیجه او د رسولو پلان جوړونې لپاره معلومات برابر کړي.
•    ډاډ ترلاسه کول چې ټول د سرپناه او WASH رغنیز ځایونه د مسلکي روغتیا او خوندیتوب شرایط، چاپېریال ساتنې تدابیر او ټاکل شوي د کیفیت معیارونه په بشپړه توګه رعایت شوي دي.
•    د نړیوال فدراسیون انجنیرانو (مرکزي دفتر او ساحوي کچه)، د سرپناه د پروګرام همغږي کوونکي او د پروګرام مدیر سره په نږدې همغږۍ کار کوي ترڅو یو همغږی تخنیکي چلند، یو واحد تخنیکي غږ او د پلي کولو د لارو چارو یووالی یقیني کړي.
•    ډاډ ترلاسه کول چې ټول مهم تخنیکي اسناد، راپورونه او نقشې د نړیوال فدراسیون له مرکزي دفتر او اړوندو تخنیکي شریکانو سره د بیاکتنې، همغږۍ او بنسټیزې زده کړې لپاره شریک شوي دي.
•    د سرپناه، غیرخوراکي توکو (NFI) او WASH کلستر غونډو په ګډون د همغږۍ په ملي او ولایتي غونډو کې د افغاني سرې میاشتې استازیتوب کول، برخه په کې اخیستل او مناسبې تخنیکي مشورې او لارښوونې وړاندې کوي.
•    ډاډ ترلاسه کول چې د جنس، عمر او توپیرونو اړوند موضوعات په منظمه توګه د ګډونوالو او ټولنیزو بنسټونو له لارې په سرپناه او WASH پروګرامونو کې شامل او پلي شوي دي.
•    د سرپناه او WASH په ټولو کچو کې اقلیمي مقاومت، چاپېریال ساتنې مسولانه او پایداره رغنیزې طریقې هڅوي او پراخوي.
•    د سرپناه او WASH انجنیرانو، د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو، رضاکارانو، کاریګرو او ټولنیز بسیج کوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه د منظمې روزنې، په کاري ساحه کې لارښوونې او تخنیکي روزنې له لارې رهبري کول.
•    د سرپناه او WASH په فعالیتونو کې د بوختو تخنیکي ټیمونو (انجنیرانو، خښتو کارانو، تخنیکرانو او ټولنیزو فعالانو) د جلب او د هغوی د کار څارنه کول.
•    د لوژستیک، تدارکاتو او پروګرام له ټیمونو سره په همغږۍ د تدارکاتو او قراردادونو د ادارې پروسو تخنیکي څارنه کول، چې پکې د داوطلبۍ د اسنادو چمتو کول، د توکو غوښتنې، د وړاندیزونو ارزونه، د ټاکنې جدولونه، مسودې او قراردادونه شامل دي.
•    د کار نظارت، د کیفیت رعایت، د وختونو مدیریت، د پرمختګ تعقیب، راپور ورکول، د تادیاتو تصدیق، د پروژې د دوسیو بریښنایي ثبت او د پروژې رسمي ختمېدلو په ګډون د پروژې د پلي کېدو څارنه کول.
•    ډاډ ترلاسه کول چې د سرپناه او WASH فعالیتونه په اغېزمن ډول له نورو برخو لکه روغتیا، معیشت او ټولنیزې همکارۍ سره یوځای او همغږي دي.
•    د WASH بنسټیزې چارو، د معیشت د پروګرامونو او د ټولنې د پوهاوي فعالیتونو مسؤل مدیر ته لارښوونې کول.
•    ټولیز تخنیکي او پرمختیايي راپورونه چمتو کول، ارزول او د افغاني سرې میاشتې د سرپناه فوکل پاینټ، د پېښو ادارې له رئیس او د زلزلې د عملیاتو مسؤل ته سپارل او د کیفیت تضمین او تخنیکي تعقیب لپاره یې کاپي د نړیوال فدراسیون اړوندو همکارانو سره شریکول.
•    د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ په غوښتنه او د زلزلې د غبرګون د عملیاتو د ملاتړ په موخه نورې اړوندې دندې هم ترسره کول.
1.    د نړیوال فدراسیون د سکرتریت د موخو د ترلاسه کولو لپاره په فعاله توګه کار کول.
2.    د سور صلیب او سرې میاشتې اصولو ته درناوی کول او له هغوی سره سم کار کول.
3.    د مسؤل مدیر له لوري ورسپارل شوې نورې اړوندې دندې او مسؤلیتونه ترسره کول.

د دندې شرایط:
•    د سرپناه او WASH اړوند علومو کې د لیسانس سند درلودل (لکه: ودانیزه انجنیري یا معمارۍ انجنیري).
•    د سرپناه او WASH اړوند علومو کې د ماسټرۍ سند درلودل (لکه: ودانیزه انجنیري، معمارۍ انجنیري، د اوبو تأمین انجنیري، حفظ الصحې انجنیري او نور).
تجربه:
•    په اړونده برخه کې لږ تر لږه پنځه کاله تجربه درلودل.
•    په نړیوالو سازمانونو کې لکه د ملګرو ملتونو ادارې، نړیوالې غیر حکومتي موسسې (INGOs)، نړیوالې سازمانونه (IOs)، مالي ملاتړ کوونکي، او سور صلیب او سره میاشت کې د کارکولو تجربه درلودل.
•    په بشري مرستو کې کاري تجربه، په ځانګړي ډول په لویو پېچلو عملیاتو او یا پراختیايي پروګرامونو کې.
•    له بهرنیو شریکانو سره د کار تجربه درلودل.
پوهه او مهارتونه:
•    د MS Office او انجنیرۍ اړوند سافټویرونو په اړه پوهه درلودل، لږ تر لږه AutoCAD او د جوړښت د تحلیل پروګرام (Structural Analysis Programme).
•    اغېزمن IT مهارتونه، چې پکې د متن د چمتو کولو (Word Processing) او جدول جوړونې (Spreadsheet) مهارتونه شامل دي.
•    د ظرفیت لوړونې، بشري سرچینو او مالي مدیریت، اړیکو او کلتوري همکارۍ ښه مهارتونه.
•    ظرفیت لوړونې، تخنیکي، څارنیزې او ستونزو حلولو پیاوړي مهارتونه او د سرپناه د پروژې په مدیریت کې ثابته شوې وړتیا درلودل.
•    د پروژې د پلان جوړونې، څارنې او ارزونې او اړیکو برخه کې مهارتونه درلودل.
•    د بودیجې مدیریت او راپور ورکولو ښه مهارتونه او وړتیا درلودل، څو پروژې په مؤثره توګه وڅارل شي.
•    ښه ټولنیز مهارتونه او د اړتیا پر بنسټ د ساحې سفر کولو وړتیا درلودل.

ژبه
د انګلیسي ژبې په ویلو او لیکلو کې پوره مهارت.
په ملي ژبو (پښتو او دري) پوهېدل.
مهارتونه او وړتیاوې: (د کارکوونکو چارو د ریاست لخوا ډکول کېږي)
ارزښتونه: د تنوع ، صداقت، مسلکيتوب او حساب ورکونې درناوی کول.
اساسي مهارتونه: اړیکې، همکاري او ګډ کار، قضاوت او پریکړه کول، د ملي ټولنې او مراجعینو سره اړیکې، خلاقیت او نوښت، د باور جوړول.


ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

برېښنا لیک:
hr@arcs.af

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬
0701436832

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies