د کارموندنې خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د انګلیسي ژبې ژباړن
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: قراردادي
د بستونو شمېر: ۱
جنسیت: نارینه
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: ۴۰ زره افغانۍ
د بست کوډ نمبر : hr@0162
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۷/۷/۱۰
۱۴۰۴/۱۰/۱۰
2025/Dec/31
دندې او مسؤولیتونه:
لومړی: کاري پلان ترتيبول او اړوند پورته مسٶل ته په مياشتني، درې مياشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو کړنو راپور ورکول.
دویم: د خپل اړوند مسؤول له هدایت وروسته له انګلیسي څخه پښتو او دري ژبو او برعکس له دري او پښتو څخه انګلیسي ژبې ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند اسناد ژباړل.
درېیم: د افغاني سرې میاشتې ستراتیژیک او عملیاتي پلانونه، مالي، تدارکاتي او نور اسناد ژباړل.
څلورم: د رسمي ناستو راپور لیکل او اړوند مسؤول ته سپارل.
پنځم: د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو، ملاتړ کوونکو (ډونرانو) او نورو اړوندو ادارو تر منځ په دايرېدونکو حضوري او آنلاین ناستو کې لفظي ژباړه کول.
شپږم: د هېواد نافذه قوانینو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
اوم: په اړوندو برخو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسؤول ته ګټورې مشورې ورکول.
اتم: د مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
نهم: حاضرۍ ته جدي پابندي کول.
لسم: له مراجعینو او کارکوونکو سره پرته له توپیري چلند نه غوره اخلاق کول.
يوولسم: د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قانون، د کارکوونکو چارو ریاست د کړنلارې او ټولو هغو اړوندو کاري دندو، چې د اړوند رئیس له لوري چې د دندې اړوند ورته سپارل کېږي سرته رسول.
دولسم: اداري رازونه ساتل.
دیارلسم: د خپل مسئولیت د موخو او راتلونکو کړنو د لاغوره پلې کیدو او لاسته راوړنو په منظور؛ نوښتونه رامنځته کول او اړین تصمیمونه نیول.
څوارلسم: ټول شرعی احکام مراعت کول.
پنځلسم: د ښو لاسته راوړنو په موخه د ترلاس لاندې کارکوونکو ټولې ورسپارل شوې کړنې تعقیبول، څارل او ارزیابي کول.
شپاړسم: دا لائحه له منظورۍ وروسته د اجرا وړ ده.
د دندې شرایط:
• باید لېسانس وي ( د انګلیسي ژبې له ادبیاتو څخه فارغ وي)
• د ژباړې په برخه کې لږ تر لږه ۵ کاله کاري تجربه ولري.
• انګلیسی ژبې او کمپیوټر سره پوره بلدتیا ولري.
• ماسټر ته ترجیح ورکول کېږي.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.