د کارموندنې خبرتيا!
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزونکي
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل
د بست ډول: رسمي، درېیم
د بستونو شمېر: ۲
جنسیت: ذکور
کاري وخت: پوره ورځ
د معاش کچه: د افغاني سرې میاشتې د معاشونو له تګلارې سره سم
د بست کوډ نمبر : hr@0324
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۸/۴/۱۴
۱۴۰۵/۷/۵
2026/27/Sep
دندې او مسؤولیتونه:
لومړی: کاري پلان جوړول او اړوند پورته مسؤول ته په میاشتني، درې میاشتني (ربعوار) او کلني ډول د ټولو ترسره شوو کړنو راپور ورکول.
دویم: په ښوونیزو پروګرامونو کې له اغېزمنو او پرمختللو لارو استفاده کول.
درېیم: د پروګرام په پیل او پای کې د ګډونوالو مقدماتي ارزونه ترسره کول.
څلورم: د مرکز او ولایتونو کارکوونکو ته ښوونیز ورکشاپونه دایرول.
پنځم: په اداري کړنو کې له ټولو همکارانو سره مرسته کول.
شپږم: د اداري چارو ( صادره، وارده، مکتوب، وړاندیز، استعلام لیکلو او ....) په برخه کې همکاري کول.
اووم: د ورکشاپونو دایرولو په موخه د غوره مشورو او ښوونیزو توکو چمتو کولو په پار له تحصيلي او ښوونیزو بنسټونو سره همغږي کول.
اتم: د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د درسي توکو، ورکشاپونو، سیمینارونو او ښوونیزو پروګرامونو د ترتیب په برخه کې اغېزمنې مشورې وړاندې کول.
نهم: د کارکوونکو اړتیاوو ته په کتو د ښوونیزو توکو د چمتو کولو اوښوونیزو پروګرامونو د اړتیاوو پېژندلو په موخه د اړتیا سنجونې د پاڼو په جوړولو او وېش کې مرسته کول.
لسم: د هېواد نافذه قوانینو، د افغاني سرې میاشتې ټولنې قانون، اساسنامه او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو لائحو او کړنلارو ته پاملرنه او پابندي کول.
یوولسم: په اړوندو برخو کې د ستونزو د حل په موخه پورته مسئول ته ګټورې مشورې ورکول.
دولسم: د اداري مراتبو سلسلو ته پاملرنه کول.
دیارلسم: له کارکوونکو او مراجعینو سره له تبعيض پرته ښه چلند او تعامل کول.
څوارلسم: د افغاني سرې میاشتې له تقنيني اسنادو سره سم ټولې هغه دندې، چې د اړوند رئیس یا آمر له لوري یې لارښوونه کېږي؛ ترسره کول.
پنځلسم: اداري رازونه ساتل.
شپاړسم: د دندې د موخو او راتلونکو پلانونو د ښه تطبیق او مطلوبو پایلو ته د رسېدو په موخه نوښتونه رامنځته کول.
اوولسم: شرعي حکمونه رعایتول.
د دندې شرایط:
تحصیلي سند:
د اقتصاد، حقوقو او ادبیاتو اړوند څانګو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې یا تر هغې لوړې زده کړې درلودل.
کاري تجربه :
د روزنې، تدریس او ظرفیت لوړونې په برخو کې لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه درلودل.
د روزنې مهارتونه:
د ورکشاپونو، سیمینارونو او زده کړه ییزو پروګرامونو د طرحې او تطبیق په برخه کې مهارت درلودل.
کمپیوټري مهارتونه:
د کمپيوټري پروګرامونو (DIT, CIT, Basik, Internet Skills , MS Word, MS Excel, MS PowerPoint ) په برخه کې زده کړې او ښه مهارت درلودل.
ژبې:
په پښتو او دري ژبو د خبرو کولو، لیکلو او لوستلو پوره مهارت او وړتیا درلودل، په انګلیسي ژبه پوهېدل د امتیاز په معنا دي.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
0701436832
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.