د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۵:۸
د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه!

د مارچ له اتمې « د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې» څخه نن چهار شنبه د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر ۲۰ نیټه د ملي ټولنې د سرپرست ریسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، مرستیال ډاکټر میرویس اکرم، د سکرترجنرال د مرستیالانو، په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د ریس، د ناروې سره صلیب د استازو، د مرکزي دفتر د ریسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په ګډون سره  د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري لمانځنه وشوه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست ریسې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په پار د مبارکۍ ترڅنګ؛ د نوموړې ورځې پر ارزښت، په ټولنه کې د میرمنو پر ونډه، لاسته راوړنو او ستونزو هر اړخیزې خبرې وکړې او همدارنګه یې په ټولنه کې د مېرمنو له حضور او لا پراخې ونډې ملاتړ او غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې له یادې ورځې څخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په څلوردیرش استازولیو او سیمه ایزو دفترونو کې د کارکوونکو، رضاکارانو او اړونده ولایتي میلمنو په ګډون سره د جندر آمریت له لوري د ناروې سره صلیب په مالي ملاتړ لمانځنه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS