د پولیو مخنیوي په موخه د بیلګېټس بنسټ او افغاني سرې میاشتې ګډه ناسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۰
د پولیو مخنیوي په موخه د بیلګېټس بنسټ او افغاني سرې میاشتې ګډه ناسته وشوه

سې شنبه، ۲۷ جمادي الأول ۱۴۴۷
 د آسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ د پولیو برخې مسؤولې آغلې اناماریا د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سره د پولیو ناروغۍ د مخنیوي د لارو چارو او همکاریو د پراختیا په پار ناسته وکړه.
ناسته کې د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي، پولیو ضد واکسینونو د تطبیق او نورو بېلابیلو ساري ناروغیو د مخنيوي په موخه د دواړو لوریو تر منځ پر هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ بحث او خبرې وشوې او دې برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

په کابل کې ۴۷۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په کابل کې د مرکز اړوند بېلابېلو ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له ۴۷۰ اړمنو، بې‌ وزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه له نړیوالو کاري شریکانو سره د روژه ماتي ګډ مجلس وکړ

سې شنبه، ۲۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري تېر ماښام په کابل کې د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو ته د افغاني دود او مېلمه‌پالنې له مخې د روژه ماتي مېلمستیا چمتو او ګډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۱۲
Background image

بدخشان کې د څه باندې ٦ زره ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ٢١ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د بدخشان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣١٥٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS