د ندې اعلان

Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د زړه متخصص (Cardiologist)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون
اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون
بست: درېیم
د بستونو شمېر: ۲
راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته
راپور اخیستل: د زړه د څانګې له تر لاس لاندې معالج ډاکټر څخه.
د بست کوډ نمبر : hr@0039
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22
د دندې موخه:
باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کول، په OPD (سراپا) برخه کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته زېږېدلیو ماشومانو او لویانو درملنه او په دقیق شکل د زړه د ناروغیو د تشخیص برخه کې د جراح ټیم تخنیکي او تخصصي ملاتړ کول، د مرګ ژوبلې د کچې راکمولو او ترسره کېدونکو خدماتو د کیفیت د لوړتیا برخه کې ونډه اخیستل.
وظیفوي مسئولیتونه:
۱. د مسلکي Round visit په اجراء کولو سره د مسلکي تخصصي پوهې او ظرفیت لوړونې په پروګرام کې ګډون کول، د روغتیا د ښه والي په موخه د زړه منل شوي معیارونه او پروسیجرونه پلي او ارزول او تر عملیات وروسته د ټپونو د اختلالاتو مخنیوی کول.
۲. له شته طرزالعملونو او معیارونو سره سم روغتون کې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو او لویانو ته د ( OPD) سراپا خدماتو وړاندې کوونکې څانګه مدیریت کول.
۳. د ایکوکاردیوګرافي (ECHO) دقیق معاینات ترسره کول، د هغو پایلې څېړل او د ایکو له معایناو څخه ترلاسه شویو معلوماتو ته په کتو د علمي کنفرانسونو لپاره تفصیلي راپورونه چمتو کول او د اړتیا له مخې د زړه کتیترایزیشن د پروسیجرونو زمینه برابرول.
۴. د ریکاوري، بېړنۍ او ICU څانګو په ګډون په ګروپي او عمومي کتنو (ویزیټونو) او سهارنیو راپورونو کې فعال ګډون کول.
۵. په کال کې د زړه د ناروغیو په اړه کم تر کمه ۴ مسلکي او تخصصي علمي کنفرانسونه وړاندې کول او د تخصصي کدرونو د روزنې په شمول نویو ځوانو ډاکترانو ته مسلکي پوهه او مهارتونه لېږدول.
۶. د پروتوکولونو د پراختیا، درملنې د لارښودونو، ماشومانو او لویانو د زړه ناروغیو برخه کې د علمې څېړنو ترسره کولو مسئولیت منل.
۷. د عملیات لپاره د ټاکل شویو ناروغانو د دوسیو او تشخصي معایناتو Consultation او لیکل شویو مشورو Safe Surgery Checklist له بشپړ والي څخه ډاډ ترلاسه کول.
۸. د آن کال په توګه د روغتون له ۲۴ ساعته جدول سره سم د شپې نوکریوالي ترسره کول.
۹. د اړونده ترسره کېدونکو خدماتو د شاخصونو د محاسبې، د پرتلیزو ګرافونو د جوړولو او روغتون له فعالیتونو څخه د تفصيلي راپورونو ترتیبولو او HMIS برخه کې مسلکي پوهه درلودل.
۱۰. د اړونده څانګو له مهالوېش سره سم د ناروغانو د تشخیص او درملنې د مسلکي ملاتړ لپاره مربوطه ټیمونو ته اړینې مشورې ( Consultations ) ورکول.
۱۱. د روغتون نظم او ډسپلین مراعتول.
۱۲. له پلان سره سم د کیفیت د ښه والي د کميټو په ناستو کې ګډون کول او د تخصصي خدماتو وړاندې کولو د کیفیت برخه کې شوې پرېکړې عملي کول.
۱۳. د انتان د مخنیوي له پروتوکولونو سره سم د اړونده سیمو د پاکوالي او اشغالو د تفکیک او مدیریت برخه کې فعال رول درلودل.
۱۴. ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په پار له عمومي پلان سره سم میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی پلان جوړول.
۱۵. د اړتیا پر مهال اړونده څانګې ته میاشتنی، درې میاشتنی او کلنی راپور وړاندې کول او په هارډ او سافټ بڼه د دوسیه بندۍ په سیستم کې ساتل.
۱۶. د افغاني سرې میاشتې د اصولو او عامې روغتیا وزارت له پروتوکولونو سره سم د نافذه قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د مشرتابه له لوري سپارل شوي مسئولیتونه ترسره کول.
وړتیاوې:
1. د زړه او رګونو برخه کې د تخصص ( فلوشیپ) سند درلودل، د ماشومانو د زړه فلوشیپ ته لومړیتوب ورکول کېږي.
2. د زړه د ایکو او په CHD ناروغیو د اخته ماشومانو د درملنې برخه کې کم تر کمه ۳ کاله تجربه درلودل.
۳. د ECHO دستګاه د کارونې او په کره توګه د ایکوکاردیوګرافي د اجرا وړتیا درلودل.
۴. له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوی کاري جواز درلودل (MoPH).
۵. د کار له قانون سره سم په ټاکل شویو کاري شیفټونو کې حاضرۍ او دندې ته پابند اوسېدل.
۶. پیاوړي کاري اخلاق درلودل، وخت او پاکوالي ته ارزښت ورکول.
۷. له کمپیوټري ټکنالوژۍ او اړوندو مهارتونو Office 360، HMIS، EHR کارولو سره بلدتیا درلودل،.
۸. د هېواد په رسمي ( پښتو او فارسي) ژبو تسلط درلودل او په انګلیسي ژبه پوهېدل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
+93-706-750-299
یادونه: نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.