د مې له اتمې؛ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۱۴:۴
د مې له اتمې؛ د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه لمانځنه!

د سره صلیب او سرې میاشتې د تړیوال غورځنګ له نړیوالې ورځې څخه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غویي پر ۱۹ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیسې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز، مرستیال ښاغلي نقیب الله سالارزي، د رهبري بورډ درنوغړو، د سره صلیب د نړیوابلې کمیټې د مرستیالې، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون رئیس، د قطر، ترکیې، کاناډا، ناروې او ډنمارک د ملي ټولنو د استازو، د مرکزي دفتر د ریسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په ګډون سره لمانځنه وشوه.
په پیل کې پروګرام د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ولسمشر ملاتړیز پیغام، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رهبري بورډ د غړي ښاغلي جلال الدین سعید له لوري ولوستل شو، چې ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سپرست رئیسئ آغلې ډاکتر نیلاب مبارز ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د مې د اتمې او د ملي ټولنو د نړیوال غورځنګ په اړه خبرې وکړې. آغلې ډاکتر نیلاب مبارز وویل: « زموږ مرستې ډیری د هیواد په لرې پرتو او نا امنه سیمو، په ځانګړې توګه هغه سیمو کې چې نور خیرپال بنسټونه هلته لاسرسی نه لري؛ له اړمنو او پیښځپلیو کورنیو او وګړو سره ترسره کیږي، چې په راتلونکې کې به هم د خپلو ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته خپل بشرپال فعالیتونه لا پراخ او پیاوړي کړو».
همدارنګه په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مرستیالې آغلې  دنیل هانون بورټ د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو ښکیلو اړخونو غوښتنه وکړه؛ ترڅو په افغانستان کې د بې ګناه انسانانو له وژنو او زیانمنیو مخه ونیسي. 
په کابل کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلي نسیفوړ و ویل: زه د نړیوال فدراسیون د سکرترجنرال او خپل ځان په استازولۍ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له ټولو کړنو څخه ملاتړ کوم، چې له ډیرو ستونزو سره سره یې له میلیونو اړمنو او پیښځپلیو وګړو سره مرسته کړې او د هغوی لاسنیوی کوي. 
غونډه یو شمیر کارکوونکو او رضاکارانو ته د ښو خدمتونو او غوره فعالیتونو په پار د ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۹:۸
Background image

بغلان؛ په تېرو ۳۰ ورځو کې زرګونو ناروغانو ته د درملنې او روغتیايي مشورو خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۲۰ جمادی الأولی ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۸۸۵۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۲:۲
Background image

بغلان؛ ۲۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته د انساني کرامت بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۹ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۰۰ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته د انساني کرامت بستې ووېشل شوې.

دغه بستې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۵۵
Background image

کابل؛ قلبي روغتون کې د جراح د مرستیالانو درې بستونو لپاره له ۴۰ نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

شنبه، ۱۹ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قلبي روغتون د جراح د مرستیالانو پر درې خالي بستونو د وړ او مسلکي روغتياپالانو د ګمارنې په موخه له ۴۰ نوماندانو څخه تحریري. . .

BACK TO NEWS