د میدان وردګ ولایت د روغتیایې کميټو او رضاکارانو له ټريننګ څخه لیدنه او ارزونه وشوه!
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر د روغتیایي خدماتو ریاست استازي ښاغلي ډاکټر اختر محمد احمدزي، د میدان وردګ ولایت اداري مسئول سره په میدان وردګ ولایت کې، د روغتیایې کمیټو او د رضاکارانو د ښوونې او ارزونې په موخه ناسته تر سره کړه، چې د یاد سفر په ترڅ کې یې د پلان سره سم د جلریز او سیداباد د رضاکارانو له کړنو له نژدی څارنه او لیدنه وکړه او ترڅنګ يي کارمندانو ته لاﺯمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
