د ملي ټولنو نړیواله ورځ د ( بشریت تر څنګ ) شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۸:۱۶
خبر

د ملي ټولنو نړیواله ورځ د ( بشریت تر څنګ ) شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه!

نن پنجشنبه، د ذوالقعدې میاشتې پر ۱۰مه، چې د مې میاشتې له اتمې سره سمون لري، د یادې نړیوالې ورځې لمانځغونډه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د چارو ادارې لوی رئیس، د چاپيریال ساتنې ملي ادارې سرپرست،  علماوو،  په افغانستان کې د  آی سي آر سي، نړیوال فدراسیون او نور ملي ټولنو مسؤلینو، مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په شتون کې ولمانځل شوه.

د غونډې په پيل کې ګډونوالو ته ‏د یادې ورځې په مناسبت د ا.ا.ا د ښاغلي رئیس الوزرا ملاتړیز پيغام د چارو ادارې د لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث نورالحق انور له لوري واورول شو  چې په کې افغاني سره میاشت اړمنو او بې سرپرستو وګړو ته د بشري خدماتو د ترسراوي او انساني همدردۍ برخه کې یو اغېزمنه ټولنه یاده شوې وه او هم یې له ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې وه، څو له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو کډوالو او مستحقو وګړو د لاسنیوي او هغوی ته د کار د  زمینې برابرولو برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي. 

ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنک د افغاني سرې میاشتې له لوري اړمنو وګړو، کونډو، يتیمانو او راستنو شویو کډوالو ته د غوره او اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو ډاډ وړاندې کړ او په ټول هېواد کې یې مستحقو وګړو ته ترسره کېدونکي بشري خدمات له توپيري چلند، تعصب او تبیعض څخه لرې یاد کړل.

همدا راز ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې له لوري په بېلابېلو برخو کې د وړاندې کېدونکو بشري خدماتو په تړاو تفصیلي او هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او هم یې پدې برخه کې له کورنيو او بهرنيو خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او شتمنو وګړو څخه غوښتنه وکړه څو له دې خیریه ملي ټولنې سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

ورپسې د چاپيریال ساتنې ملي ادارې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي  مولوي مطیع الحق خالص د ملي ټولنو نړیوالې ورځې د لمانځنې او د ملي ټولنو د رامنځ ته کیدو د اړتیا او د فعاليتونو په هکله لازم او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او هم یې له نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل څو خپلو تګلارو ته تغير ور کړي او بشري مرستې له سیاست لرې وساتي.

غونډه کې په افغانستان کې د اى سي آر سي او د نړيوال فدراسيون مسؤلینو له افغاني سرې میاشتې سره پر بشري خدماتو او د دې ملي ټولنې له لارې د اغېزمنو او چټکو خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ پر ګډ کار او غوره همغږۍ ټينګار وکړ. 

په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په ټوله نړۍ کې د طبیعي او غیر طبیعي آفاتو او ناخوالو پر وړاندې د بشر ستونزو ته پر وخت رسیدنه او ځواب وینه د ټولو ملي ټولنو ګډ مسئولیت یاد کړ او هم یې د غورځنګ د غړو ټولنو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ کچې د لوړېدو او د بشري خدماتو د پياوړتيا لپاره د وروسته پاتې هېوادونو د ملي ټولنو د تقویت او ځواکمنیتا برخه کې یې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

یاده پرتمینه غونډه د ښاغلي شیخ الحدیث مولانا میر محمد فاروق الهاشمي  له لوري د دعایې په لوستو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

کونړ کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ٢٦ ربيع الآخر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کونړ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٢١٠١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۸:۲۷
Background image

ننګرهار؛ ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

یکشنبه، ۲۶ رببع الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې له ۳۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د ملک سلمان د بشري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۰
Background image

د نیمروز ګرځنده روغتيايي ټيم لپاره د موټر کرایه کولو داوطلبي وشوه

شنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د لا پراختیا او اغېزمنتیا په موخه مرکزي دفتر کې د نيمروز ولایت د نماینده ګۍ ګرځنده روغتیايي ټيم لپاره د یو عراده فلاينکوچ موټر. . .

BACK TO NEWS