د فراه ولایت د ښار د ګڼو سیمو ۵۰۰ بې سرپرسته، پېښځپلو او بې ځایه شویو اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري مرسته وویشل شوه
د فراه ولایت د ښار د ګڼو سیمو ۵۰۰ بې سرپرسته، پېښځپلو او بې ځایه شویو اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ۵۰ کیلو اوړو، ۵ لیتره غوړیو، یوې خوراکي او یوې ژمنۍ البسې بستې او یوې کمپلې مرسته وویشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې له لوري چمتو شوې؛ د ترکیې د پلاوي په شتون کې وویشل شوه.
