د فرانسويانو روغتون ته ۲۸ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د عملياتو او علاج په موخه ور وپيژندل شو!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۹:۴۹
د فرانسويانو روغتون ته ۲۸ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د عملياتو او علاج په موخه ور وپيژندل شو!

افغاني سره میاشت تل هڅه کوي؛ ترڅو د هغو بيوﺯلو کورنیو لاسنیوى وکړي، چې د درملنې وس نلري. په همدې موخه د جمادی الاول پر ۱۸مه، افغاني سرې مياشتې یوځل بیا د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۸ تنه ماشومان د عملياتو په موخه د فرانسويانو روغتون ته ورپېژندل. د یادو ناروغانو ناروغۍ ته په کتو په هر تن له ۷۵۰ تر ۲۳۵۰ ډالرو لګښت راځي، چې ټول د افغاني سرې مياشتې له لورې ورکول کيږي. د يادونې وړ ده چې د سږکال په جريان کې تر اوسه ۴۳۳ تنه د ﺯړه په سورې اخته ماشومان د افغاني سرې مياشتې په مرسته تداوي شوي. دا پروسه د نړيوالو مرستندويه خيريه ټولنو، خير پاله هيوادوالو او بشرپاله هيوادونو په مرسته او د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په هلو ځلو لا هم دوام لري.

 

 

د فرانسويانو روغتون ته ۲۸ تنه د ﺯړه په سوري اخته ماشومان د عملياتو او علاج په موخه ور وپيژندل شو!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS