د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۲:۱۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سرې میاشت له رییس سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د سرې میاشت له عمومي رییس مېرمن نیلاب مبارز سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، دوی د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت سره د سرې میاشت همکاري مهمه وبلله او په نا امنه سیمو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د کورونا او ګوزڼ واکسینو د پلي کولو په برخه کې د دې سازمان د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

همدرانګه اغلې نیلاب مبارز د عامې روغتیا له وزارت سره په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۱۱
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته ديني او عصري زده کړې ورکړل شوي

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۶۰۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

کاپیسا؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۷ صفر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د کاپیسا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۵۲۸ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

بامیان؛ ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې

پنجشنبه، ۱۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د بامیانو ولایت د نماینده ګۍ ریاست د ځوانانو او رضاکارانو د ښوونیز مرکز ۱۲ تنو رضاکارو استادانو ته، د هغوی د غوره ښوونیزو خدمتونو، معیاري تدریس. . .

BACK TO NEWS