د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ لوګر کې پر ۱۳۰۰ کډوالو کورنیو څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۳:۳۱
د شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ؛ لوګر کې پر ۱۳۰۰ کډوالو کورنیو څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۶ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د مرکز پل علم په ګډون د محمد آغې، خوښۍ او بره کي برک ولسوالیو پر ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو دوه ويشت میلیونه او سل زره (۲۲،۱۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله، چې هرې کورنۍ ۱۷ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
د مرستې د وېش پر مهال ښاغلي دلاور وویل: افغاني سره میاشت د خپلو بشرپالو خدمتونو له لارې هڅه کوي، څو راستنو شوو کډوالو ته پراخ، اغېزمن او دوامداره خدمتونه وړاندې کړي او د هغوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ژوند د بېرته عادي کېدو په برخه کې هم مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه: "هغه کورنۍ چې تازه له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستنېږي؛ افغاني سره میاشت د هغوی لپاره هم د ورته اساسي او بشري مرستو د برابرولو چمتووالی لري".
په پای کې ښاغلي دلاور پر خیریه او مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي او ملاتړ په برخه کې خپله انساني وجیبه په بشپړ ډول اداء کړي.
دغه مرسته به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره او اساسي ستونزې را کمې کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم پر یادو کورنیو ۱۹.۵ میلیونه افغانۍ وېشل شوې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS