د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري نن دوه الوتکې نوره مرسته هم افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه!

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۰/۹/۲۶ - ۲۱:۱۷
دو طیاره مواد مساعدتی بنیاد خیریه ملک سلمان کشور عربستان سعودی امروز نیز به  افغانی سره میاشت تسلیم داده شد!

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د لیندۍ پر ۲۶مه د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشرانو له لوري د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست مرستیال محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په کابل کې د سعودي عربستان د سرپرست سفیر مشعل، افغانستان کې د ملک سلمان خیریه بنسټ د مشر فهاد سعد القحطاني او د ملک سلمان د خیریه بنسټ د بېړنیو مرستو د مشر فهد العصيمي په شتون کې دوه الوتکې نوره خوراکي او غیر خوراکي مرسته هم افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوه. په یادو راغلو دوه الوتکو کې شاوخوا ۶۵ ټنه مرسته راوړل شوه.

د سعودي عربستان د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغاني سرې میاشتې ته په دې سپارل شوې مرسته کې اوړه، بوره، غوړي، خرما، نخود، وریژې، د پخلنځي لوښي، فرش، ترپال، پشه خانه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

ټاکل شوې چې سبا به په دوه الوتکو کې نوره مرسته هم د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري په کابل هوایي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شي او په نېږدې ورځو کې به ۲۰۰۰ ټنه نوره مرسته د یاد خیریه بنسټ له لوري د ځمکې له لارې د تورخم په دروازه کې افغاني سرې میاشتې ته سپارل کېږي.

ټاکل شوې، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري افغانستان ته ټوله را روانه مرسته به افغاني سرې میاشتې ته ورکول کېږي او د افغاني سرې میاشتې له لوري به د هېواد په ګوټ ګوټ کې بېوزلو هېوادوالو ته ویشل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۴۰
Background image

کونړ کې له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورګل ولسوالۍ د مزار درې اړوند د بېلابېلو سیمو له ۲۵۰ زلزله ځپلو کورنیو سره دوه میلیونه او شپږ سوه پنځه ویشت زره (۲،۶۲۵،۰۰۰) افغانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۹:۵
Background image

سمنګان کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د سمنګان ولایت په خُلم ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو د بېړني ملاتړ او اقتصادي لاسنیوي په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره (۵،۲۵۰،۰۰۰). . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۶:۴۹
Background image

کابل؛ د اورلګېدنې له امله د زیانمنې کورنۍ بېړنی لاسنیوی وشو

چهارشنبه، ۳ رجب ۱۴۴۷
د کابل ښار اړوند په ۱۳مه ناحیه کې افغاني سرې میاشتې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره ۵ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې ۱ خېمه، ۶ کمپلې، ۲ ترپالونه، ۱. . .

BACK TO NEWS