د سرې میاشتې د حضرت ابوبکر صدیق(رض) روغتیایي کلینیک ته د عامي روغتیا وزارت له لوري د ستاینلیک ورکړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲ - ۱۶:۷
د سرې میاشتې د حضرت ابوبکر صدیق(رض) روغتیایي کلینیک ته د عامي روغتیا وزارت له لوري د ستاینلیک ورکړه!

په هرات ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ابوبکر صدیق(رض) له بنسټیز روغتیایي مرکز څخه د هیواد د عامي روغتیا وزارت له لوري د غوره او معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د ستاینلیک په ورکولو سره قدرداني وشوه.
د افغانستان د روغتیا ملې اسټیټیوټ د روغتیا لوړونې مسؤل ښاغلي ډاکتر دهګان و ویل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې دغه روغتیایي مرکز د عامې روغتیا وزارت له لوري د یوه نمونه وي روغتیایي مرکز په توګه منل شوی، چې د ټولو روغتیایي معیارونو په رڼا کې بشرپاله روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي..

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۳۱
Background image

ارزګان کې زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي

چهار شنبه، ۲۴ ذوالقعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۴۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۸:۵۰
Background image

خوست کې ۲۷۰ بېځایه شویو کورنیو ته د پاکو اوبو د لاسرسي اسانتیا برابره شو

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې له لوري د خوست ولایت په علیشېرو او ګربزو ولسوالیو کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ۲۷۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو لپاره پاکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتیکا کې ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالۍ ۱۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون. . .

BACK TO NEWS