د ستراتیژیک پلان جوړېدو نوبتي ناسته؛ له تېرو ناستو د ترلاسه شوو معلوماتو اروزنه او پر نویو معلوماتو بحثونه وشول

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۳۳
د ستراتیژیک پلان جوړېدو نوبتي ناسته؛ له تېرو ناستو د ترلاسه شوو معلوماتو اروزنه او پر نویو معلوماتو بحثونه وشول

دوشنبه، ۲۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د دې خیریه ملي ټولنې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال مولوي روح الله عبدالسلام، د پلان او پالیسۍ مرستیال حافظ عزت الله امین، سلاکارانو، د مرکز ریاست بېلابېلو رئیسانو، مستقلو آمرینو او په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د استازو په شتون کې بیا ځلې د ستراتیژیک پلان په اړه د تېرو ناستو د معلوماتو د ارزونې تر څنګ د راتلونکي لپاره د یو اغېزمن او ځواب ویونکي ستراتیژیک پلان جوړولو په هکله ناسته وشوه.
د ناستې پیل کې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال د تېرو ناستو په ترڅ کې د بېلابېلو ریاستونو او مستقلو آمریتونو له مسؤلینو څخه د ستراتیژیک پلان په اړه د غوښتل شوو معلوماتو او نظریاتو له شریکولو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې مسؤلینو د غوښتل شوو معلوماتو سربېره نور مهم او ارزښتناک معلومات هم شریک کړل.
داراز مولوي روح الله عبدالسلام ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې باید د پلان سره سم مخته لاړ شو، څو وکولی شو یو اغېزمن، ځواب ویونکی او راتلونکي ته متوجه ستراتیژیک پلان ترتیب کړو.
د یادولو ده چې ناسته کې د وړاندې شوو معلوماتو د تحلیل، ارزونې او نویو معلوماتو د شریکولو په اړه مفصل بحثونه وشول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS