د رضاکارانو نړيواله ورځ په کونړ، لغمان او جوﺯجان ولايتونو کې ولمانځل شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۸:۵۳
د رضاکارانو نړيواله ورځ په کونړ، لغمان او جوﺯجان ولايتونو کې ولمانځل شوه!

ځوانان او رضاکاران د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره حياتي ارزښت لري، د رضاکارانو د نړيوالې ورځې د لمانځنې په وياړ، نن سی شنبه د جمادی الاولى په ۱۲مه د افغاني سرې میاشتې د کونړ ، لغمان او جوﺯجان ولایتونو نمايندګيو کې د رضاکارانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د غونډې په پیل کې د افغاني سرې میاشتې د رياستونو د نمايندګيو رئيسانو رضاکارانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ددوى کړنې او بشري هڅې وستايلې، رضاکارانه کړنې يي د عالي اخلاقو نښه وبلله. رضاکاران يي د ټولنې ستورې او د نجات فريښتې وبللې، خپلو دندو ته يي متوجه کړل، دوى ته يي ددې ورځی مبارکي وويله، او مننه یې ترې وکړه چې د افغاني سرې میاشتې کارکوونکو سره اوږه په اوږه د ولس په چوپړ کې دې. د غونډې په پای کې رضاکاران د تشويق په پار په تحايفو، ستاينليکونو او نغدي مرستو ونازول شو.

 

د رضاکارانو نړيواله ورځ په کونړ، لغمان او جوﺯجان ولايتونو کې ولمانځل شوه!

 

د رضاکارانو نړيواله ورځ په کونړ، لغمان او جوﺯجان ولايتونو کې ولمانځل شوه!

 

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

BACK TO NEWS