د راتلونکو پنځو کلونو د نوي ستراتیژیک پلان برخه کې د افغاني سرې میاشتې مسئولینو ته د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۶:۴
د راتلونکو پنځو کلونو د نوي ستراتیژیک پلان برخه کې د افغاني سرې میاشتې مسئولینو ته د پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

کابل- چهارشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق 
د افغاني سرې میاستې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرستیال ښاغلي احمد سلیمان او يو شمېر نورو نړيوالو ملي ټولنو د مسئولینو په شتون کې د مرکزي ریاستونو رئیسانو او د مستقلو آمریتونو مسئولینو ته  د نوي ستراتیژيک پلان په اړه د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
 
د یاد ورکشاپ په پرانیسته کې سرپرست عمومي رئیس د ستراتیژيک پلان د موخو او ارزښت په اړه تفصیلي او هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او دغه ورکشاپ یې د افغاني سرې میاشتې د فعاليتونو د لا ښه والي، اغېزمنتیا، منابعو د مناسب مصرف او کاري ټيمونو د وړتيا لوړونې برخه کې مهم  یاد کړ او د ستراتیژیک پلان جوړونه کې یې په افغانستان کې د بېلا بېلو کاري شريکانو د مسئولینو د هڅو او  همکاریو ستاینه وکړه. 

له بل لوري په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون مرستیال د افغاني سرې میاشتې د ستراتیژيک پلان د ترتیب برخه کې د تخنیکي همکارۍ ډاډ څرګنډ کړ او د کاري ټيمونو د روزنې او ستراتیژيک پلان د لا ښه والي په موخه یې د نورو نړیوالو ملي ټولنو د مسئولینو د مشورو، تجربو او نوښتونو د شریکولو ژمنه وکړه. 

ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال، طبيعي او غیر طبيعي پېښو ته د ځواب وینې او په ښه شکل د فعالیتونو د تطبیق لپاره د ستراتیژيک پلان د اهمیت او ارزښت په اړه وینا وکړه او د نوي پنځه کلن ستراتیژیک پلان د جوړونې برخه کې یې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې، نړیوال فدراسيون او نورو نړیوالو ملي ټولو د همکاریو مننه وکړه.

ورکشاپ کې ګډونوالو ته د ستراتیژيک پلان د موخو، ارزښت، اغېزمنتیا او تطبیق په اړه لازم معلومات ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

لوګر کې پر ۱۳۰۰ راستنو شوو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم په ګډون په محمد آغې، خوشي او بره کي برک ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د بشري خواخوږۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۱۱
Background image

خوست؛ زرګونو ناروغانو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوې دي

چهارشنبه، ١٢ جمادى الآخره ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د خوست ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٣٣٣٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

بشري چارو کې د نړیوالو ملي ټولنو د همغږۍ آنلاین ناسته وشوه

سې شنبه، ۱۱ جمادي الآخر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مرکزي دفتر په نوښت د ۸۲ هېوادونو ملي ټولنو له مسؤولینو سره د. . .

BACK TO NEWS