د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس آنلاین ناسته!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۱:۲۹
د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال له مرستیال سره د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس آنلاین ناسته!

د تاجکستان د سرې میاشتې او افغاني سرې میاشتې تر منځ د ګډو همکاریو پر بیا پیل د افغاني سرې میاشتې د رهبرۍ او د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال د مرستیالې آغلې ډیلوروم میروا او د پېښو د رییس ښاغلي شُهرت سنګوف له لوري ګډه انلاین ناسته نن د محرم الحرام پر ۱۱مه ترسره شوه. ‏ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل افغانستان له تاجکستان سره ډېر مُشترکات لري او لازمه ده د یادو مُشترکاتو په پام کې نیولو سره ګډې همکارۍ له سره پیل کړي او په بشرپالو خدمتونو کې یو او بل ته لاس ورکړي.‏ناسته کې د تاجکستان د سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیالې په افغانستان کې د بیا فعالیت په برخه کې اراده څرګنده کړه او د ګډې همکارۍ هیله مندي یې وښوده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS