د اړمنو د لاسنيوي برخه کې د ترکيې سرې مياشتې د افغاني سرې مياشتې سره د بېلابېلو بشري مرستو ژمنې وکړې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۲۸
خبرونه

د اړمنو د لاسنيوي برخه کې د ترکيې سرې مياشتې د افغاني سرې مياشتې سره د بېلابېلو بشري مرستو ژمنې وکړې

نن سه شنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د دې خیریه ملي ټولنې مرکزي دفتر کې په ‎افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې له مسٸول ښاغلي نعیم کریمي سره بې سرپرسته مېرمنو، رواني ناروغانو، راستنېدونکو کډوالو او اړمنو وګړو ته د بشري مرستو برابرولو په موخه ناسته وکړه. 

لیدنه کې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې له لارې د اړمنو او بې سرپرسته وګړو د لاسنیوي په برخه کې د دوی له همکاریو مننه وکړه او  له دې خیریه ملي ټولنې سره یې د فعالیتونو د پراختیا په موخه د لا ډېرو بشري مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

 ښاغلي دلاور ډاډ وړاندې وکړ، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت او عدالت تر اړمنو او بېوزله کورنیو رسول کېږي.

ورپسې په افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې مسٸول د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه د ناچاره او بېوزله وګړو د ملاتړ برخه کې مهم یاد کړل او ژمنه یې وکړه، چې پلازمینه کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز کې په یو وخت ۷۰۰ ناروغانو ته د خوراک چمتو کولو ظرفیت لرونکي مجهز پخلنځي جوړولو ترڅنګ به نږدې راتلونکې کې کابل کې ۳۰۰ راستنو شویو کډوالو ته د خوراکي توکو بستې ووېشل شي.
دا راز نوموړي زیاته کړه، د ترکیې سره میاشت په پام کې لري د اختر په ورځو کې ۴۰۰۰ کورنیو ته د قربانۍ غوښه وویشي او هرات ولایت کې داخلي مشمولینو ته د حرفوي زده کړو په موخه نوې پروژې هم پیل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱۱
Background image

کابل کې پر ۶۳ بېوزله کورنیو بشري مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ښار اړوند د اوومې ناحیې پر ۶۳ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۰ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

هلمند کې ۳۰۰ اړمنې او راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

پنجشنبه، ٢٠ جمادى الآخره  ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې له ۳۰۰ اړمنو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۲۶.۳ ټنه د خوراکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۳
Background image

تخار کې له ۳۲ راستنو شوو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۰ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په بای دینګک کلي کې له ۳۲ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه د ۳۲ خېمو. . .

BACK TO NEWS