د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ۳۴ ولایتونو نشراتي مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ داير شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۷:۴۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ۳۴ ولایتونو نشراتي مدیرانو ته روزنیز ورکشاپ داير شو

نن دوشنبه د ربیع الأولی میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست اړوند د مرکز او ولایتونو نشراتي مدیرانو ته د ښې منځپانګې، خبر، راپور او کيسې د ليکلو په برخه کې د وړتياوو لوړولو په موخه ۴ ورځنى ښوونیز ورکشاپ پيل شو.
د ياد ورکشاپ پرانيسته کې په عملياتي چارو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطيف ثابت ګډونوالو ته د ورکشاپ د ارزښت او اهمیت ترڅنګ د کارکوونکو د مسؤلیت او په ورځنيو چارو کې د نوښت او بدلون را وستلو په تړاو هر اړخيز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند ښاغلي مولوي مدثر همراز نشراتي مديرانو ته د ترسره کېدونکي روزنيز ورکشاپ اړوند موضوعاتو په اړه مقدماتي وينا وکړه او یاد ورکشاپ یې د نشراتي مدیرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې یو ښه فرصت یاد کړ. 
یاد ورکشاپ کې به کارکوونکو ته د ښې منځپانګې د جوړولو او د ليکوالۍ اړوند موضوعات وړاندې شي څو په کاري ماحول کې د نشراتي چارو د ښه مخته وړلو لپاره ترې ګټه واخستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS