د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرستونونو کې د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدې پروژې پرانیستل شوې!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۹:۳۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرستونونو کې د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدې پروژې پرانیستل شوې!

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کویټ د سرې میاشتې په مالي او د نړیوال فدراسیون په تخنیکي ملاتړ سره په ( کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او بامیان) مرستونونو کې د ٨٤١ کونډو او معلولو میرمنو لپاره د په ځانبسیاینې ٥٥ تولیدي پروژې(صابون جوړونه، عصري خیاطي، افغاني ګنډ، هزارګي ګنډ، خامک دوزي، ګراف دوزي، جالي اوبدنه، مالداري، مرغداري، د مربا جوړونه، د رومي بانجانو څخه روب جوړونه او ...) د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرټرجنرالې آغلې ډاکتر نیلاب مبارز او په افغانستان کې د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون د ریس ښاغلي پییر په حضور کې د روان ١٣٩٩ لمریز کال د لړم پر ١١ نیټه پرانیستل شوې.
د یادونې وړ ده چې دغه پروژې د (٢٤٧٢٥٠) دوه لکه، اووه څلویښت زره، دوه سوه او پنځوس امریکایي ډالرو په ارزښت سره د کابل مرستون له لوري پلې کیږي، چې هرې کورنۍ ته د ١١٥ امریکایي ډالرو په ارزښت د پروژې سره سم اړین توکې اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS