د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ملانورالدین ترابي د کندهار زون او نماینده ګۍ له مسوولینو سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۱:۱۳
ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین دفتر ساحوی و نماینده گی کندهار ملاقات نمود!

دوشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر۱۵ مه نېټه د افغاني سره میاشتې مرستیال ملانورالدین ترابي کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار زون او نماینده ګۍ له رییسانو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

یاده ناسته، چې په ټولیزه او جلا جلا توګه له یادو مسوولینو سره ترسره شوه، په کې د شته ستونزو د هواري په موخه تفصیلي خبرې وشوې او د حل په موخه یې د افغاني سرې میاشتې مرستیال له لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ شو.

همدارنګه نوموړي ټولو کارکوونکو ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اووه ګونو اصولو په پام کې نیولو سره سم د کړنو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ټول کارکوونکې یې د خپلو دندو د غوره ترسره کولو په موخه وهڅول او زیاته یې کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د هر کارکوونکي نظر د قدر وړ دی. ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

 

ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین دفتر ساحوی و نماینده گی کندهار ملاقات نمود!

 

ملا نورالدین ترابی معاون جمعیت هلال احمر افغانی با مسولین دفتر ساحوی و نماینده گی کندهار ملاقات نمود!

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۳:۴۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د انجینرۍ دوو بستونو لپاره تحریري ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دوو بستونو (د ودانیو ډیزاین انجینر او د سروې او نقشه ‌بردارۍ انجینر) لپاره د وړ او مسلکي کسانو د ګومارنې په موخه له. . .

BACK TO NEWS