د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رئیس د ترکي سرې میاشتې له استازي سره وکتل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۴ - ۱۴:۵۹
رئیس عمومی جمعیت هلال احمر افغانی  با نماینده هلال احمر ترکیه دیدار نمود!

د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د لړم پر ۲۳ نېټه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د ترکي سرې میاشتې له استازي ښاغلي فرید ضیأ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د ترکیې سرې میاشتې استازي ښاغلي فرید ضیأ د لیدنې ترڅنګ، له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ترکیي سرې میاشتې د عمومي رئیس د همکاریو پیغام بیان او د مرستو پر دوام یې ژمنه وکړه.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د عمومي ریاست سرپرست ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص له ترکي سرې میاشتې ټولنې څخه د مننې ترڅنګ؛ غوښتنه وکړه ترڅو په راتلونکي کې هم له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلې مرستې روانې وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۷:۶
Background image

لغمان کې ۱۹۰ راستنو شوو کورنیو ته روغتیایي بستې ورکړل شوې

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې افغاني سرې میاشتې له ۱۹۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره له روغتیایي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي بستو مرسته وکړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۶:۵۹
Background image

له مرستې تر ځان بسیاینې؛ په هرات او لوګر کې ۱۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په هرات او لوګر ولایتونو کې له ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره د کوچنیو کاروبارونو د برابرولو او ځان بسیاینې په موخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۲:۴۵
Background image

کندهار کې ۵۰ اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه

دوشنبه، ۱ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۵۰ راستنو شوو کډوالو، اړمنو او بې سرپرسته کورنیو سره یو میلیون (۱،۰۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته. . .

BACK TO NEWS