د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس د ختیځ زون ریاست څخه لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۴:۴۴
سرپرست رئیس عمومی هلال احمرافغانی از ریاست زون شرق دیدار نمود!

شنبه د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال د میاشتې ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په ملتیا د ختیځ زون د همغږۍ ریاست نظارت ته راغلی و او د ختيځ زون ریاست، مرستون امریت او د ننګرهار نماینده ګۍ ریاست د کارمندانو او فعالیتونو څخه یې لیدنه ترسره کړه.

ښاغلي خالص د مرستون امریت څخه لیدنه ترسره کړه او د امریت فعالیتونه او د مشمولینو ستونزې یې واوریدې، محترم خالص صاحب د مشمولینو د پردې پوره انتظام، د بانک څخه د میاشتني معاش راخیستلو په اړه اسانتیاوې رامنځته کول، د مشمولینو د کسبونو د زده کړې، د ماشومانو درسي پروسې او د مشمولینو د روغتیایي خدمتونو په ښه والي ټینکار وکړ.

ورپسې یې د ختیځ زون د همغږۍ ریاست په تالار کې غونډه ترسره کړه، چې غونډه د قاري صاحب ګل محمد سخي زاده په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ختیځ زون د همغږۍ ساحوي رییس میا حفیظ الدین قمري خبرې وکړې، قمري صاحب په خپلو خبرو کې عمومي رییس محترم خالص او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس خالص صاحب د اسلامي نظام راتګ یو لوی نعمت وګاڼه او مسولیت یې یو لوی امانت وګاڼه.

محترم خالص په خپلو خبرو کې وویل: (زموږ مسؤلیت د بې وزله، کونډو او مظلومانو سره مرسته کول دي، د مظلوم غږ مستیماً الله تعالی ته رسیږي، موږ ټول خپلو مشرانو ته او بیا رب ته ځواب ویونکي یو، که په اداراتو کې غدر موجود وي نو د اسلامي نظام سره به مو خیانت کړی وي، موږ کوښښ کوو چې خارجي کومکونه راجلب کړو، یو شمیر هېوادونو راسره د مرستو وعدې هم کړي له تاسو هیله کوو چې مرستې تر اړمنو ورسوئ.)

محترم خالص صاحب زیاته کړه، چې د بې سرپرسته کونډو لپاره به میاشتنۍ تنخوا مقرره کړو او هم به ورته د کسبونو د زده کړې زمینه برابره کړو او ماشومان به یې په ښوونځیو کې شامل کړو.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار نمایندګۍ رییس محترم رحمت الله رحماني عمومي رییس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د خپلو فعالیتونو، لاسته راوړنو لنډ راپور یې وړاندې کړ.

په پای کې سرپرست عمومي رییس د ټولو ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

غونډه د یاد پلاوي سره راغلي میلمه مولوي مدثر همراز چې د افغاني سرې میاشتې د ولایتونو د هماهنګۍ رییس دی په دعائیه سره پای ورسیده.

سرپرست رئیس عمومی هلال احمرافغانی از ریاست زون شرق دیدار نمود!

 

سرپرست رئیس عمومی هلال احمرافغانی از ریاست زون شرق دیدار نمود!

 

سرپرست رئیس عمومی هلال احمرافغانی از ریاست زون شرق دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS