د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس د یو پلاوي په مشرۍ ترکیې هېواد ته سفر وکړ!
نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري پر ۲۴ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ورسره مل پلاوي هر یو ښاغلی ډاکترمحمدنبي برهان د افغاني سرې میاستې سکرترجنرال، د نړیوالو اړیکو رییس ښاغلی غلام حبیب حسام او د افغاني سرې میاشتې د پېښو ادارې رییس ښاغلي محمد صالح آخوند زاده په مشرۍ ترکیې هېواد ته د یاد هېواد د سرې میاشتې د عمومي رییس په بلنه سفر تر سره کړ.
د یادونې وړ ده، چې په دې سفر کې به د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست رییس او مل پلاوی د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له رییس، د ترکیې هېواد د آفاتو کمېټې له مسوولینو او نورو خیریه بنسټونو سره د لا زیاتو مرستو د جلب په موخه جلا جلا لیدنې تر سره کړي.
