د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه د ملا نورالدین ترابي پیژندغونډه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۸ - ۹:۱۴
محترم ملا نورالدین ترابی به صفت معاون جمعیت افغانی سره میاشت معرفی گردید!

نن چهار شنبه د روان ١٤٠٠ لمریز کال د تلې پر ۱۴ نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلی نورالدین ترابي د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پخواني سرپرست رئیس ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، د سکرترجنرال ښاغلي ډاکتر محمد نبي برهان، د سکرترجنرال د حمایوي او عملیاتي مرستیالانو ښاغلي الحاج محمد طیب یوسفزي او ښاغلي نوروز علي علیزاده، یو شمېر کاري شریکانو، د مرکزي دفتر د رئیسانو، کارکوونکو او رضاکارانو په شتون کې د عمومي ریاست د مرستیال په توګه معرفي شو.

د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي سید صفت الله قریشي، د سرې میاشتې نوي مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي صاحب او درنو مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغاي سرې میاشتې ټولنې پر بنسټیزو اصولو او فعالیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: سره میاشت په هیواد کې یواځنی خیریه، ملي او بشرپال بنسټ دی، چې د هیواد په هر کوټ کې په خپلواکه او بې پرې توګه، د بشري کړاو د کمښت په موخه، بشرپالې کړنې ترسره کوي.

ښاغلي قریشي وویل: د خوښۍ ځای دی چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په هیواد کې تر ټولو منظم اداري سیسټم او کاري ټیم لري او په نورمال ډول خپلې بشرپاله مرستې پر مخ وړي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په خپلو خبرو کې و ویل: سره میاشت د هیواد د یواځیني ملي او بشرپال بنسټ په توګه په ټول هیواد کې د اړمنو او طبیعي او غیر طبیعي پیښځپلو د لاسنیوي په موخه فعالیت کوې او زه هم ژمنه کوم؛ ترڅو یادې مرستې لا ډیرې او پر وخت سره یې اړو او مستحقو کسانو ته ورسوو.

ښاغلي ترابي زیاته کړه: « زه هڅه کوم د وزارت له تیرې دورې او شته تجربو څخه په ګټې اخستنې سره د ملي ټولنې له لارې خپلو هیوادوالو ته لا غوره او پر وخت خدمتونه وړاندې کړم». همدارنګه یې د بشرپاله خدمتونو په وړاندې کولو کې له هر ډول تبعیض څخه په ډډه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

فارياب؛ د زرګونو هېوادوالو ته روغتيايي اسانتياوې برابرې شوي دي

پنجشنبه، ۱۵ جمادى الأولى ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٢٠٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۷:۵۰
Background image

ننګرهار؛ له زلزله ځپلو کورنیو سره څه باندې دوه ویشت میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۱۰۰ زیانمنو شوو کورنیو سره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۷:۲۴
Background image

جوزجان کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۴ جمادی الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په جوزجان ولایت کې له ۱۶۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره دوه قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته یو ترپال او څلور. . .

BACK TO NEWS