د افغاني سرې میاشتې ټولنې او نړیوال سره صلیب تر منځ د نویو مالي پروسیجرونو د پروګرامونو د پلی کېدو په موخه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۹:۳۶
ورکشاپ دو روزه پروسیجر های جدید مالی برای تطبیق برنامه های جمعیت هلال احمر افغانی وکمیته بین المللی صلیب سرخ جهانی در کابل آغاز گردید!

نن چهارشنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وری (حمل)  میاشتې پر ۱۰ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر کې د افغاني سرې میاستې د عمومي سرپرست رییس ښاغلي مولوی مطیع الحق خالص، د افغاني سرې میاشتې سکتر جنرال ښاغلي محمدنبي برهان، د سره صلیب نړیوالې کمېټې د کوپرېشن مسوولې مېرمن رابرتاتافل سیولا، د مرکزي او سیمه ییزو  ولایتي مالي چارو مدیرانو په ګډون پیل شو.

د ورکشاپ په پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ورکشاپ ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په مالي چاروکې د عمل پر شفافیت او ګړنديتوب ټینګار وکړ،  نوموړي زیاته کړه هر ورکشاپ چې چمتو کېږي ستاسو مسوولیت ورسره لا ډېرېږي له تاسو څخه هیله کووم په مالي چارو کې د چا خاطر ونه کړئ او خپلې چارې په پوره رڼښت او اخلاص پرمخ یوسئ.

ورپسې د آسیایي څانګې مسوولې ښاغلې مېرمن رابرتاتافل سیولا وویل، د افغاني سرې میاستې له رهبرۍ مننه کوو، چې تل یې په چارو کې پر رڼښت ټینګار کړی.

نوموړې زیاته کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره ۲۰۲۱ زیږدیزکال یو بریالی کال وو او مونږ ورته مبارکي وایو.

ورپسې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مالي چارو رییس ښاغلي شبیراحمد عثماني له ټولو کارکوونکو د مالي چارو  چې په پوره ریښتینولۍ سره یې سرته رسولي مننه وکړه او تر څنګ یې د کوپرېشن له مسوولینو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې ددې ورکشاپ له دایرولو موخه په مالي چارو کې د نوي سیستم او بدلونونو پلي کول دي، چې یاد ورکشاپ به دوه ورځې دوام ومومي.

 

ورکشاپ دو روزه پروسیجر های جدید مالی برای تطبیق برنامه های جمعیت هلال احمر افغانی وکمیته بین المللی صلیب سرخ جهانی در کابل آغاز گردید!

 

ورکشاپ دو روزه پروسیجر های جدید مالی برای تطبیق برنامه های جمعیت هلال احمر افغانی وکمیته بین المللی صلیب سرخ جهانی در کابل آغاز گردید!

 

 

ورکشاپ دو روزه پروسیجر های جدید مالی برای تطبیق برنامه های جمعیت هلال احمر افغانی وکمیته بین المللی صلیب سرخ جهانی در کابل آغاز گردید!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۵:۴۳
Background image

ننګرهار؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۳۶۳۳۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۱
Background image

کونړ؛ د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دېوال پروژه پیل شوه

جمعه، ۱۹ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ په بیداد کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د کار په بدل کې د نغدو پیسو پروژه پیل شوه.

د دې پروژې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۴۷
Background image

فراه؛ د افغاني سرې میاشتې فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام اتلولي خپله کړه

جمعه، ۱۹ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د فراه ولایت نماینده ګۍ د فوټسال لوبډلې د دلارام ولایتي جام سیالیو په پایلوبه کې د غوره لوبې په ترسره کولو سره د یاد جام اتلولي خپله کړه.

. . .

BACK TO NEWS