د افغاني سرې میاشتې والیبال لوبډلې د افغان ټېلېکام غوره لیګ اتلولي خپله کړه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۹
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې والیبال لوبډلې د افغان ټېلېکام غوره لیګ اتلولي خپله کړه

نن جمعه د ذوالحجې په ٢ مه، د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست تر چتر لاندې د دې خیریه ملي ټولنې د والیبال لوبډلې د افغان ټېلېکام د والیبال غوره لیګ په څلورم پړاو سیالیو کې د خراسان پوهنتون لوبډلې پر وړاندې په  ۳ ـ ۰  بریا سره اتلولي خپله کړه.

یادې سیالۍ چې د افغان ټېلېکام له لوري تنظیم شوې وې، په کې د هېواد له بېلابېلو ادارو او بنسټونو لس غوره لوبډلو ګډون درلود.

 د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د ټولو پړاوونو له بریا سره تر پایلوبې ځان ورساوه او په خپله وروستۍ لوبه کې يې د خراسان لوبډلې پر وړاندې په یوې پیاوړې او په زړه پورې لوبه کې د ليګ اتلولي تر لاسه کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ افغاني سرې میاشتې او نړیوال فدراسیون د څلور کلنې روغتیايي پروژې پر پلي کېدو خبرې وکړې

پنجشنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د روغتیايي خدمتونو رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عرفان او د ننګرهار، کونړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې مزایده ترسره شوه

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې په موخه د مزایدې ناسته ترسره شوه.

یاده. . .

BACK TO NEWS