د افغاني سرې میاشتې نویو رضاکارانو ته د عامه پوهاوي ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۲:۳۶
د افغاني سرې میاشتې نویو رضاکارانو ته د عامه پوهاوي ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسېد

دوشنبه، ۸ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوند د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري مرکزي دفتر کې ۴۵ تنو نویو ثبت شویو رضاکارانو ته د رضاکارانه خدمتونو او فعالیتونو په اړه د عامه پوهاوي درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د تصدیق پاڼو په وېش سره پای ته ورسېد.
رضاکارانو ته د دایر شوي ورکشاپ پای غونډه کې د ځوانانو او رضاکارانو رئیس ښاغلي مولوي عارف‌ الله منصور په خپلو خبرو کې رضاکاران د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو مهمه او نه جلا کېدونکې برخه وبلله. نوموړي زیاته کړه، چې د رضاکارانو هڅې، ژمنتیا او فداکاري د دې سبب ګرځي؛ څو بشري مرستې پر وخت او اغېزمن ډول تر اړمنو او پېښځپلو کورنیو ورسېږي. 
دا راز نوموړي د ورکشاپ له ګډونوالو وغوښتل چې د دې ادارې د بې‌طرفۍ، بشر پالنې او رضاکارۍ د اصولو په پام کې نیولو سره د بشري خدمتونو وړاندې کولو پر مهال له هر ډول توپیري چلند څخه ځان وساتي او د سرې میاشتې نوم او باور لا پیاوړی کړي.
دغه درې ورځني ورکشاپ کې نویو ثبت شویو رضاکارانو ته د رضاکار د پېژندنې، اخلاقو، بشري فعالیتونو، رضاکارۍ د اصولو، د سرې میاشتې نښانونو د پېژندنې او لومړنیو روغتیايي مرستو وړاندې کولو برخه کې د رضاکار د رول په اړه لازم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS