د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د افغانستان د اهل تشيع له عالي کميسون سره وکتل

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۱۵
د افغاني سرې میاشتې مشرتابه د افغانستان د اهل تشيع له عالي کميسون سره وکتل

سې شنبه، ۲۳ رجب ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او مرستیال یې ښاغلي حافط عزیز الرحمن د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون له مشر ښاغلي الحاج محمد علي اخلاقي، مرستيالانو او غړو سره د يو شمېر موضوعاتو په اړه وکتل.
ښاغلي دلاور، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور ياد کړ، وطن ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه یې د افغاني سرې میاشتې د ترسره کړو بشرپالو فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې افغاني سره مياشت د يوې خپلواکې او ناپېیلې ټولنې په توګه ټولو هېوادوالو ته خپل خيرپاله، روغتيايي او ښوونيز خدمتونه له هر ډول توپیر پرته ترسره کوي.
ورپسې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسون مشر په خپلو خبرو کې راستنېدونکو کډوالو، اړمنو او پېښځپلو د لاسنیوي برخه کې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه اغېزمن وبلل او د تازه راستنو شوو کورنیو ستونزې یې شریکې کړې، چې د ښاغلي دلاور له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS