د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له عملیاتي مسؤل سره ولیدل!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۵:۰
معاون هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابي با مسئول عملیاتی فدراسیون جهانی در افغانستان، دیدار نمود!

نن سه شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د ربیع الاول په لومړۍ نیټه د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له عملیاتي مسؤل ښاغلي رعد سره د را رسېدونکو مرستو د وېش په موخه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون عملیاتي مسؤل ښاغلي رعد په خپلو خبرو کې وویل: د بشري مرستو په لړ کې د پخلنځي ۵۴۶ سیټونه را رسیدلي، ۲۵ زره کمپلې او ۱۵ زره د اوبو بوشکې به په دوو اونیو کې را ورسېږي چې تر ‏را رسېدو وروسته به اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي مقابل لوري ته ډاډ ورکړ، چې مرستې به یې د لومړیتوبونو په بنسټ هغو سیمو ته وويشل شي چې وروستیو طبیعي پېښو ځپلې دي او د ژمي له یخنۍ سره مخ دي.ښاغلي ملا نورالدین ترابي دغه راز په ځینو ولایتونو کې د څښلو د اوبو د کمښت په اړه هم له مقابل لوري سره خپلې ستونزې شریکې کړې؛ ددې ترڅنګ یې د مرستو په عاجل رسېدلو او اړمنو ته یي پر وخت ویشلو ټینګار وکړ. د ناستې په آخر کې ښاغلي رعد له ښاغلي ترابي صیب څخه ځیني ډالۍ هم ترلاسه کړی.

معاون هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابي با مسئول عملیاتی فدراسیون جهانی در افغانستان، دیدار نمود!

 

معاون هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابي با مسئول عملیاتی فدراسیون جهانی در افغانستان، دیدار نمود!

 

معاون هلال احمر افغانی محترم ملا نورالدین ترابي با مسئول عملیاتی فدراسیون جهانی در افغانستان، دیدار نمود!

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

BACK TO NEWS