د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د نړیوال فدراسیون له مشر سره ولیدل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی دیدار نمود

شنبه د ۱۴۴۴ سپوږمیز کال د محرم په اوله، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د نړیوال فدراسیون له مشر نسیفور سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. ‏ښاغلي ملا نورالدین ترابي د نړیوال فدراسیون له مشر ته د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمن شویو او بېځایه شویو کورونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل ددې ترڅنګ یې ترې وغوښتل چې دغو کورنیو ته پر وخت او ژر رسېدنه باید وشي.

نوموړي وویل چې دغه ځپل شوې کورنۍ دخوراکي او غیر خوراکي مرستو ‏ترڅنګ نغدي مرستو ته هم ډېره اړتیا لري تر څو د کورونو تخریب شوي وسایل او شیان پرې وپیري.

په مقابل کې د نړیوال فدراسیون مشر نسیفور د ښاغلي ملا نورالدین ترابي غوښتنې او ارقام نوټ او د پوره همکارۍ او مرستې ژمنه یې وکړه، ‏زیاته ېې کړه چې نړیوال فدارسیون به د نورو ډونرانو په وسیله هم بېځایه شویو کورنیو ته پر وخت رسېدګي وکړي.

 

ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی دیدار نمود

 

ملا نورالدین ترابی معاون هلال احمر افغانی با رئیس فدراسیون بین المللی دیدار نمود

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۸:۵۸
Background image

بغلان کې د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

دوشنبه، ۸ ذوالحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بغلان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۲۱۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۵۹
Background image

خوست؛ ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې ۱۳۱ داخلي بېځایه شوې کورنۍ د غیر خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د نړیوال سره صلیب له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۴:۳
Background image

پکتیا کې ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو مرسته وشوه

یکشنبه، ۷ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ۶۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره د څښاک پاکو اوبو ۳۶۰۰ بستې مرسته وشوه.

یاده مرسته د ملي. . .

BACK TO NEWS