د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هسپانیې، هالنډ، کاناډا، ایټالیا، برتانیا، امریکا، جنوبي کوریا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو سره ګډه غونډه ترسره کړه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۶ - ۱۵:۲۴
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هسپانیې، هالنډ، کاناډا، ایټالیا، برتانیا، امریکا، جنوبي کوریا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو سره ګډه غونډه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د هسپانیې، هالنډ، کاناډا، ایټالیا، برتانیا، امریکا، جنوبي کوریا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو له سفیرانو سره ګډه غونډه ترسره کړه. ناسته کې نوموړي په افغانستان کې پر شته بشري اړتیاو د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو او له افغانستان سره د بشری مرستو پر موضوعاتو د تفصیل ترڅنګ له ګډونوالو وغوښتل، چې افغانستان سره بشري مرستې وکړي او د زیانمنو او اړمنو په لاسنیوي کې د افغاني سرې میاشتې له لارې همکاري وکړي نوموړي همدا ډول له ګډونوالو د اقلیم د بدلون، خوراکي او غیر خوراکي او نغدي مرستو، د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، د رواني ناروغانو د درملنې، سوالګرو سره د مرستې او وړو کاروبارونو په برخو کې د نړیوالو د لاسنیوی او همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

نورستان: ۲۱۵ زده کوونکي له ښوونیز مرکز فارغ شول

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د نورستان د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۲۱۵ نارینه او ښځینه زده کوونکي د درې میاشتنیو وړيا زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۷:۷
Background image

ازبکستان ۲۵۰ ټنه بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
ازبکستان په بلخ ولایت کې ۲۵۰ ټنه د خوراکي او غیرخوراکي توکو بشري مرسته افغاني سرې میاشتې ته وسپارله.
دغه مرسته د یوې رسمي غونډې پر مهال وسپارل شوه، چې پکې د بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۶:۷
Background image

بدخشان کې د اړمنو لاسنیوی؛ افغاني سرې میاشتې ۵۰ کورنيو ته نغدي مرسته ووېشله

چهارشنبه، ۲۹ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د بدخشان ولایت د مرکز فیض‌ آباد ښار د درېیمې ناحیې ۵۰ اړمنو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۱۰،۵۰۰ افغانۍ. . .

BACK TO NEWS