د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د جرمني د سره صلیب استازی (اصف امان) سره ولیدل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۹:۵
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د جرمني د سره صلیب استازی (اصف امان) سره ولیدل!

 پنجشنبه د ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د ذي الحجې په ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نور الدین ترابي د جرمني د سره صلیب له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. ‏د جرمني د سره صلیب استازي (اصف امان) د افغاني سرې میاشتې له لارې د سیلاب ځپلیو او زلزله ځپلیو هیوادوالو ته د مرستو په وېشنه خبرې وکړې، ژمنه ېې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به خپل دفتر هم په کابل کې پرانیزي چې له لارې به یې ګډه همغږي زیاته او بېوزلو ته پر وخت لاسنیوي وکړل شي.‏په مقابل کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي ملا نورالدین ترابي د جرمني د سره صلیب له استازي څخه د مرستو په اړه مننه وکړه او د دفتر د ځای برابرونې او ګډ کار په هکله یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د جرمني د سره صلیب استازی (اصف امان) سره ولیدل!

 

د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د جرمني د سره صلیب استازی (اصف امان) سره ولیدل!

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۸:۳
Background image

پکتیکا؛ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ پر ۲۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ۲.۱ میلیون افغانۍ ووېشلې.

دا مرسته د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او انساني همدردۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۷:۴۷
Background image

هلمند کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په فشاري برمې سیمه کې له ۹ سېلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه.

په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړني ملاتړ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

فراه؛ د نږدې ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د افغاني سرې میاشتې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

شنبه، ۱۰ شوال ۱۴۴۷

فراه ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ د ریاست نوې اداري ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس. . .

BACK TO NEWS