د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ډنمارک سره صلیب او کډوالو نړیوالې ادارې له مسؤولینو سره وکتل

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۷:۴۸
as

یکشنبه، ۷ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د ډنمارک سره صلیب له مسؤول ښاغلي محمد الشمع او د کډوالو د نړیوالې ادارې له مرستیال ښاغلي توماس سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې برخه کې د همکاريو د پراختیا په موخه درې اړخیزه ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د یادو بنسټونو استازو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو بشري خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د تېرو ناخوالو او ناورینونو له امله ډېری شمېر هېوادوال په رواني ناروغیو اخته شوي، چې پراخ لاسنیوي او ملاتړ ته اړتیا لري، نوموړي رواني ناروغانو ته د لا ښو او پراخو خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې مهمې یادې کړې او له یادو مسؤولینو څخه یې د هغوی د ملاتړ په موخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د کډوالو نړیوالې ادارې مرستیال په خپلو خبرو کې د سرې میاشتې پر فعالیتونو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې خپلو امکاناتو ته په کتو به له افغاني سرې میاشتې سره د رواني ناروغانو د پالنې او درملنې برخه کې لازمې مرستې وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS