د افغاني سرې میاشتې له لورې په خوست ولایت کې روغتیایې شوراګانې جوړې شوې!
د روان ۱۴۴۴ کال د ربیع الثاني د میاشتې پر ۱۶مه نیټه د افغاني سرې میاشتې لومړینو مرستو کارکونکو لخوا د خوست ولایت په سپیره، دومنده او تڼیو ولسوالې کې ۳ روغتیایې شوراګانې جوړې شوی. په یادو دریو شوراګانو کې ۴۳ نفرو ګډون درلود چې نوموړو کسانو ته د سرې میاشتې اووه بنسټیز اصول، د غورځنګ موخې او رضاکارانو دندې او مسؤلیتونه ورپیژندل شو. په ورته مهال د لومړنیو مرستو کارکونکو لخوا په سپیره ولسوالې کې د رضاکارانو شل کسیز ګروپ ته د روغتیا ساتنې، ساری ناروغیو مخنیوې (ECV)، د کور په سطحه د اوبو تعقیم (HHWT) زده کړې ورکړل شوی.
