د افغاني سرې میاشتې له لوري خوست ولایت کې 400 زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۰:۴۱
د افغاني سرې میاشتې له لوري خوست ولایت کې 400 زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

نن سه شنبه د روان 1444 سپوږمیز کال د ربیع الأول په لومړی نيټه د افغاني سرې میاشتې له لورې د خوست ولايت سپیری ولسوالۍ په بیلابېلو کلیو کې زلزله ځپلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته چې د ترکيي هیواد له لورې چمتو شوی وه، ووېشل شوه.

د مرستې په دې ګېډۍ کی هرې کورنۍ ته, 10 کیلو وریجې, 5 ليټره غوړي، 5 کیلو لوبیا, نیم کیلو چای, 2 کيلو بوره، 2 کیلو مکروني, 1 قطی روب او 3 پاکټه بسکویت شامل وو. ‏د ژمي په درشل کې زلزله ځپلي لا نورو عاجلو مرستو ته اړتیا لري چې د خیرپالو هیوادوالو او نړیواله بشرپاله ټولنو په مټ به يي لاسنیوي ته دوام ورکوو.

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري خوست ولایت کې 400 زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

د افغاني سرې میاشتې له لوري خوست ولایت کې 400 زلزله ځپلو کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۱۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او جاپان سور صلیب ترمنځ د بشري همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۱٨ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د جاپان سور صلیب د مشر د نړیوالو چارو له ځانګړي استازي ښاغلي یاسو تاناکا سره په آنلاین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۵:۲۶
Background image

ارزګان؛ تېره یوه میاشت کې زرګونه ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۳۷ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۱۶
Background image

کابل؛ د کونړ نماینده ګۍ د رغنیزو چارو لپاره د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه

چهارشنبه، ۱۷ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د کونړ ولایت په نمایندګۍ کې د څوکیدار خونې، پخلنځي او تشنابونو د رغنیزو چارو د ترسره کولو په موخه په مرکزي دفتر کې د داوطلبۍ ناسته. . .

BACK TO NEWS