د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د قطرالخیریة موسسې له رهبرۍ سره ولیدل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۵ - ۴:۳۰
سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با ریس موسسه القطر الخیریه دیدار نمود!

نن د کب پر ۴مه نېټه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص دوحه کې د قطرالخیریة د موسسې د رهبرۍ له غړو سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د قطرالخیریة موسسې غړو ژمنه وکړه، چې افغاني سرې میاشتې ته به د مرستو لاس ورکوي. په لیدنه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ، چې د مرستو د تعقیب او دوام لپاره به اړیکې پراخوي.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سکرتر جنرال ډاکتر محمد نبي برهان او د نړیوالو اړیکو رییس غلام حبیب حسام هم ګډون درلود.

 

سرپرست ریاست عمومی سره میاشت با ریس موسسه القطر الخیریه دیدار نمود!

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۰
Background image

چهلستون؛ د احتمالي غر ښویېدنې له ګواښ سره مخ کورنۍ وارزول شوې

یکشنبه، ۲۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو ریاست له لوري د جیولوجۍ په برخه کې د ۳۰ روزل شویو رضاکارانو یوه ډله، د چهلستون غره په سیمه کې د رامنځته شوي درز له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۷:۵۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

يکشنبه، ۲۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۷۸۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۵:۴۶
Background image

بلخ؛ د کار په بدل کې ۲۲۴ کاریګرو ته ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ ووېشل شوې

شنبه، ۲۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د دولت‌ آباد ولسوالۍ د خیر آباد سیمې ۲۲۴ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳ میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS