د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص کندهار کې د مرستون لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۳:۵۱
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص کندهار کې د مرستون لیدنه وکړه!

نن د جمعې په ورځ د روان کال ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په ۵مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په کندهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له مرستونه لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې د مرستون ټولو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې. نوموړي په مرستون کې له مېشتو بېوزله کورنیو سره هم ولیدل.

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس په مرستون کې مېشتو بېوزلو کورنیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې دی به په مرستونونو کې د مېشتو بېوزلو هېوادوالو خدمت ته دوام ورکوي او په راتلونکي کې به نورې اسانتیاوي هم ورته چمتو کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۷:۵۲
Background image

هرات؛ ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په شینډنډ او زنده‌ جان ولسوالیو کې ۷۸ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په ترڅ کې ۱ میلیون او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

BACK TO NEWS