د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د ناروې هېواد د سره صلیب له رئیسه هیئت سره ولیدل!
د ذوالقعدې پر ۲۲مه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د ناروې هېواد د سره صلیب له رئیسه هیئت سره ولیدل. یاده ناسته کې د افغانستان د خلکو پر ستونزو خبرې وشوې او پر دې بحث وشو، چې د ناروې د هېواد سور صلیب څنګه او په کومو برخو کې کولای شي د افغاني سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې خپلو مرستو ته پراختیا ورکړي.
