د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي ریس په خپل کاري دفتر کي له ځینو ریسانو سره وکتل

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۸:۵۷
خبرونه

نن چهارشنبه د محرم الحرام د میاشتې پر ۱۱ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور د مرکز د بېلابېلو برخو له رئیسانو سره د کارونو د ښه والي په تړاو د مرکزي رياست د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
ناسته چې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس مسؤولینو ته کارونو کې پر صداقت او ریښتینولۍ ټینګار وکړ او په بېلا بېلو برخو کې یې له دوى څخه د کارونو د ګړندیتوب او لا ښه والي په موخه نظرونه واخیستل.
ورپسې رئیسانو د خپلو اړوندو مسؤولیتونو او کړنو په تړاو د خپلو راپورونو د وړاندې کولو ترڅنګ په ننګرهار ولايت کې د وروستيو سختو بارانونو او طوفان له امله زيانمنو شويو هېوادوالو ته د بېړنيو مرستو رسولو او د دوى د لاسنيوي په برخه کې هر اړخيز بحث ترسره او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۳
Background image

تخار؛ د ۷۹ کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره څه باندې یو میلیون افغانۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بهارک او اشکمش ولسوالیو کې ۷۹ کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره د دویم پړاو په لړ کې ۱ میلیون او ۲۷ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۴
Background image

کندز؛ له ۱۲ راستنو شویو کورنیو سره د لنډمهالې سرپناه لپاره د خېمو مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۲ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره د خېمو مرسته وشوه.

یادې کورنۍ د استوګنې له ستونزو سره مخ وې، چې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۲۷
Background image

هرات؛ ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ د قلعه نوک او طاغونکوه کلیو ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.

یاده مرسته د. . .

BACK TO NEWS