د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۹:۱۵
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه. د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د نوموړې ادارې د تېر کال له مرستو مننه وکړه او د افغانستاند روان وضعیت د تشریح کولو په ترڅ کې یې غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې روانې وساتي. د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت استازي ژمنه وکړه، چې افغانستان سره به مرستې روانې وساتي او غواړي د یو هوکړه لیک له مخې په افغانستان کې نوې بشرپالې پروژې پلې کړي نوموړي د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې قزاقستان ته سفر وکړي او د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره له نېږدې وویني.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

پروان کې زرګونو ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د پروان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۴۷۵ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۵
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

یکشنبه، ۳۰ ذو القعده ۱۴۴٧

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۴۹۷۰ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې لپاره مزایدې ته وړاندې شول

شنبه، ۲۹ ذو القعده ۱۴۴۷

د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي په بازار کې د افغاني سرې میاشتې اړوند ۶ دوکانونه د کرایې په موخه په جلا جلا توګه مزایدې ته وړاندې شول.

یاده مزایده د. . .

BACK TO NEWS